د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۹

م.م: په افغانستان کې شخړې باید د جګړې تر بل فصل پورې دوام ونه کړي


د ملګرو ملتونو استازی وایي، په افغانستان کې د جګړې ښکېلو لورو بیا له سیاسي هڅو سره لېوالتیا ښکاره کړې ده، تردې سرلیک لاندې د ملګرو ملتونو خپرنې په یوه مطلب کې لیکلي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ویلي چې له ستونزو او خنډونو سره سره په افغانستان کې د سیاسي هڅو د پراختیا لپاره امکانات زیات شوي دي.

د ملګروملتونو د ځانګړي استازي په وینا په افغانستان کې شخړې باید د جګړې تربل فصل پورې دوام ونه کړي او ګاونډیان او نور هېوادونه چې د افغانستان په مسئله کې ښکېل دي باید داسې سیاستونه مخ ته ونیسي چې په افغانستان کې د جګړې اور په څو میاشتو کې سوړ کړي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړي استازي دغه راز د سیمې له هېوادونو غوښتنې چې د افغانستان په وړاندې پر خپلو سیاستونو بیا غور وکړي او د افغانانو په مشرۍ د سولې د پروسې د بریالیتوب لپاره همکاري زیاته کړي.

د هغه په وینا که دغسې یو نیت رامنځته شي ملګري ملتونه به په دې برخه کې له هیڅ ډول همکاري ډډه ونه کړي.

د ملګرو ملتونو خپرونې وړاندې د یاماموتو دا څرګندونې هم را اخیستي چې ویلي یې دي، امریکا د افغانستان په اړه واضح ستراتیژي اعلان کړه چې ټولو ته روښانه ده او نورو هېوادونو ته هم پکارده د دغې ستراتیژۍ په رڼا کې داسې لارې چارې خپلې کړي چې په سیمه او په تیره بیا افغانستان کې سوله ټینګه کړي.

ایرواشیا ریویو:

ایرو اشیا ریوو خپرونې هم د افغانستان لپاره د امریکا د ستراتیژۍ او د هغې اړوند د هند او امریکا د شراکت ترسرلیک لاندې د یوه مطلب په پیل کې دا پوښتنه کړې چې له زښو زیاتو لګښتونو او قربانیو وروسته امریکا په افغانستان کې له خپلو تېروتنو درس اخیستی؟ د امریکا نوې ستراتیژي له پخوانیو هغو جلا ده او که د همغو دوام دی؟

د خپرونې په وینا په دغه ستراتیژي کې یو نوی مهم عنصر شته او هغه د هند او امریکا ترمنځ شراکت دی چې له مخې یې هند باید په افغانستان کې له امریکا سره د همکارۍ په برخه کې جدي ګامونه پورته کړي.

ایرو ایشیا ریویو خپرونې د امریکا مخکینیو پالیسو ته اشاره کړې چې هیڅ یوه یې اغیزمنه نه وه او د ولسمشر ټرمپ د نوې ستراتیژۍ ځینو ټکیو ته هم اشاره کوي چې په وینا یې ډېر واضح نه دي.

د خپرونې په وینا د بېلګې په توګه د افغانستان د لانجې په هواري کې د سیمه ییزو قدرتونو او په پاکستان کې د ترهګرو د پناه ځایونو موضوعات ډېر روښانه نه دي.

د ایرواشیا په لیکنه دا درسته ده چې ښایي د لومړي ځل لپاره په وضاحت پاکستان د ترهګرو ډلو په ملاتړ تورنېږي او ان داچې ورته خبرداری هم ورکول کېږي خو پخوا هم دغسې تورونه پراسلام اباد لګول شوي چې هر ځلې یې ورڅخه د تیښتې لاره پیدا کړې ده.

د خپرونې په وینا تراوسه هېڅوک په ډاډ دا نشي ویلی چې د پاکستان په چلند کې دې عملي بدلون راغلی وي.

XS
SM
MD
LG