د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۰

عثماني: د اوبو د کمیت او کیفیت له پلوه له نامطلوب وضعیت سره مخ یو


د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو د سرچینو د ښه مدیریت په هدف په داسې حال کې د یو ماسټر پلان په جوړېدو ټینګار کوي چې دا مهال ډېری کابل ښاریان د څښلو پاکو اوبو ته لاسرسی نه‎لري.

د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني د دوشنبې په ورځ په کابل کې د څښلو او معیشت لپاره د اوبو د کیفیت او کمیت د حالت د ارزونې په اړه یوې جوړې شوې ناستې کې دا ومنله چې پایتخت کابل اوس-اوس د اوبو د کمیت او کیفیت له پلوه له یوه بحران سره مخ دی.

د اوبو او انرژۍ وزیر د اوبو د سرچینو د ښه مدیریت په هدف د یو ماسټر پلان پر جوړېدو ټينګار وکړ
د اوبو او انرژۍ وزیر د اوبو د سرچینو د ښه مدیریت په هدف د یو ماسټر پلان پر جوړېدو ټينګار وکړ

عثماني زیاته کړه:

"موږ باید صحي او پاکې اوبه برابرې کړو، همدا اوس هم د اوبو د کمیت او کیفیت له پلوه له یوه نامطلوب وضعیت سره مخ یو او د راتلونکو کلونو کې به دا بحران لاپسي ډېر شي، کوم ماسټر پلان چې جوړېږي، هدف به یې دا وي چې څنګه کولی شو د کابل د ځمکې لاندې اوبو څخه فشارونه لېرې کړو."

اوس‎مهال د کابل ګڼ شمېر اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاس‎رسی نه‎لري او د ځمکې لاندې اوبو څخه استفاده کوي.

خو په افغانستان کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې تر دې وړاندې ویلي و چې د کابل ۷۰ سلنه د ځمکې لاندې اوبه غیر صحي او د استفادې وړ نه‎دي.

کابل ښار اوس‎مهال تر ټاکل شوي کچې د ډېرو وګړو کوربه دی او له همدې امله د ګڼو نورو ستونزو تر څښاک یې اوسېدونکو ته د څښاک د پاکو اوبو رسول او برابرول هم یوه لویه ستونزه ګڼل کېږي.

په ورته وخت کې د اوبو برخې یو شمېر څېړونکي ټينګار کوي چې د اوبو د ښه مدیریت لپاره باید جدي ګامونه واخېستل شي.

انجنیر سمیع ثاقب په‎دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"اساسي حل‎لاره اوس لپاره دا ده چې باید له سطحي اوبو څخه په اقتصادې ډول ګټه واخېستل شي، له یوې خوا دولت غوره پروګرامونه ترلاس لاندې ونیسي او بلې خوا خلکو ته باید عامه پوهاوی ورکړل شي چې د اوبو له ضایعاتو مخنیوی وکړي."

نوموړي دغه شان خبرداری ورکړ، که دغه ستونزه دغه شان ادامه پیدا کړي، د کابل ښار اوسېدونکي به د پاکو اوبو د نشتوالي له امله کډې کولو ته اړ شي.

خو د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، په دغه هېواد په ځانګړي ډول پایتخت کابل کې د اوبو د ښه مدیریت په هدف د اغېزمنو او عملي پروګرامونو د پلان جوړولو په هڅه کې دي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG