د جرمني د صدراعظمې محافظه کار ګوند پرون شپه پارلماني انتخابات وګټل.
د جرمني صدراعظمه انګېلا مېرکل په دې بریا سره د څلورم ځل لپاره د صدرات څوکې خپله کړه.
هغې تر بریا وروسته خپلو پلویانو ته په خطاب کې وویل:
"درنو ملګرو په وروستیو لسو میاشتو کې موږ د یوه داسې جرمني لپاره مبارزه وکړه چې په کې خوشحاله و اوسو. اوس پوهېږو چې باید په راتلونکو پنځو او لسو کلونو کې د اقتصادي بنسټونو د پیاوړي کولو لپاره عملي کارونه مخته یوسو."
د وړاندې شوېو شمېرو له مخې د انګېلا مېرکل کریسټین ډیموکراټ ګوند او متحد یې د باورایان سوسیال ټولنې د درې دېرش فیصده رایو په خپلولو بریالي شوي دي.
تمه ده مېرمن مېرکل یو ائتلافي حکومت رامنځته کړي خو ویل کیږي چې دا کار به وخت ونیسي.