د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۷

وزیري: د افغان ځواکونو په روزنیزو پروګرامونو کې د بدلونونو هڅې روانې دي


افغانستان د دفاع وزارت د سیګار د نوي راپور په غبرګون کې وايي، د افغان امنیتي ځواکونو په روزنیزو پروګرامونو کې، د بدلونونو د راوستلو هڅې روانې دي.

دغه وزارت وايي، په روزنیزو برخوکې د افغان امنیتي ځواکونو د نیمګړتیاو لېرې کولو ته پام کېږی.

دا په داسې حال کې ده چې سیګار یا د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش ادارې په خپل تازه راپورکې ویلی چې د افغان امنیتي ځواکونو د روزلو لپاره، د امریکا هڅې له ستونزو سره مخ دي.

خو د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د جمعې په ورځ ازادي رادیو ته وویل، سره له دې چې افغان امنیتي ځواکونه ښه روزل شوي او د دې له امله بریالیتوبونه هم لري، خو په دې برخه کې یې د ستونزو معلومولو ته، د امریکا له متحدو ایالاتو سره یوځای، د ګډ کمېسیون له لارې کار پیل کړی دی.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري

ښاغلي وزیري وویل:

"اصلاحاتو ته تل ضرورت وي، دا امکان نه لري چې یو څه دې د تل لپاره بشپړ وي، اړتیاو ته په کتو د امریکا او نورو بهرنیانو په تفاهم یو کمېسیون جوړ شوی، په هره برخه کې چې بدلونونو ته ضرورت وي، هغه بدلونونه په کې راولي، پر دغه څلور کلن پلان جدي کار کوي."

سیګار په دې وروستیو کې د افغان امنیتي ځواکونو په روزنیزو پروګرامونو کې د بدلونونو راوستل غوښتي او ویلي يې دي چې که بدلونونه په کې رانه شي، په دې برخه کې به د امریکا میلیاردونه ډالره مرسته، په اوبو لاهو شي.

د سیګار په راپور کې راغلي چې امریکا په افغانستان کې د ستونزو له امله نه ده توانېدلې چې د افغان ځواکونو د روزنیزو پروګرامونو پېچلتیا تخمین کړي.

په دغه راپور کې د امریکا د ځانګړي سرمفتش جان سوپکو له خولې لیکل شوي چې په ځینو مواردو کې یو امریکايي افسر د ټلوېزیون د ځانګړو خپرونو په لیدو سره، هڅه کړې چې ځیني موارد افغان ځواکونو ته ور زده کړي.

په راپور کې راغلي د افغانستان په ختیځ کې لیدل شوي چې د امریکا د اردو د هلیکوپټر یوه پیلوټ یوه افغان پولیس افسر ته ښوونه کړې ده.

په ورته وخت کې د پوځې چارو ځیني پوهان وايي، امریکا باید له افغان امنیتي ځواکونو سره په همغږۍ کې د یو منظم پلان له لارې، د دې هېواد امنیتي ځواکونه وروزي.

د دغو کارپوهانو له ډلې امرالله امان ازادي راډیو ته وویل، په دې برخه کې شته ستونزې، د ظرفیتونو د ټیټوالي او د پوځي تعلیماتو د نیمګړتیاو سبب شوي دي.

ښاغلی امان وایي:

"فرضاً د امریکا متحدو ایالاتو ژمنه کړې چې یو سلو څو طیارې افغانستان ته ورکوي، پکار وه چې روزنه ورته دوه کاله مخکې شوې وای، اوس که موږ ته طیارې رالیږي او په ډګر کې یې ودروي او بیا زموږ کسان وړي او روزي یې، دا پخپله زموږ د نړیوالو دوستانو کاري تېروتنه ده."

د سیګار د راپور له مخې، په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د افغان امنیتي ځواکونو ۷ زره، ۸ سوه، ۸۵ منسوبین وژل شوي او ۱۱ زره، ۷ سوه، ۷۷ ټپیان شوي دي.

د امریکا ځانګړی مفتش په دې برخه کې د تېر کال په نسبت د ۳۵ فیصدو زیاتوالي ته په کتو سره ټینګار کوي چې له دغو ځواکونو سره د مرستې لپاره باید ښه کارونه ترسره شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG