د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۷

مسؤلین: د ارزګان ۵۴ روغیتايي مرکزونه لا هم دخلکو پرمخ تړلي پاتې


د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ او د ولسوالیو خلکو له دولت او وسله والو طالبانو څخه غوښتنه وکړه چې دوی دې نور په خپلو منځونو کې د سپر په توګه نه کاروي.
دوی له ښکېلو خواو څخه غوښتنه وکړه چې نور دې د تړلو روغتیايي مرکزنو دروازي ورته خلاصې کړي.
په ورته وخت کې بیا د ارزګان ولایت د عامي روغتیا ریاست مسؤلین وايي، وسله
والو طالبانو ورته ویلي چې تر هغو به دروغتیايي مرکزنو دروازې خلاصې نه کړي،
څو چې په یادو کلنیکونو کې جراحي څانکې نه وي فعالې شوي او په کلنیکونو کې د دوی په
خوښه کسان نه وي ګمارل شوي.
په دغه ولایت کې د عامې روغتیا ریاست رئیس خان اغا میاخېل وايي، دا د دوی تر وسې
پورته خبره ده، خو د وسله والو طالبانو دغه غوښتنې یې له مرکزي ادارې سره شریکې
کړې دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د شریف الله شرافت د دغه راپور د پشپړ اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږي:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:34 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG