د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۶

حسن روحاني وایي، له ځانه د دفاع لپاره به له چا اجازه ونه غواړي


د امریکا له غوښتنې سره سره ایران ټینګار کوي چې د لرې واټن ویشتونکو توغندیو خپل پروګرام به پر مخ یوسي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني چې د ایران او عراق د جګړې د یاد غونډې په مناسبت يې د جمعې په ورځ یوه پوځي پریډ ته وینا کوله وویل، موږ به خپل پوځي قوت زیات کړو او د خپلو توغندیو ظرفیت به لوړ کړو.

روحاني په خپله وینا کې چې د ټلوېزیون له لارې په مستقیمه توګه خپره شوه، وویل چې هېواد به يې له ځان څخه د دفاع لپاره له چا اجازه ونه غواړي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني
د ایران ولسمشر حسن روحاني

د ایران ولسمشر په داسې وخت کې د خپل پوځي ځواک د پیاوړتیا او د توغندیو د پروګرام د پر مخ بیولو خبره کوي چې د امریکا جمهور رئیس وايې، تهران باید د خطرناکو توغندیو جوړول بند کړي.

ډونالد ټرمپ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په وینا کې د ایران حکومت یو قاتل او فاسد رژیم وباله او دا هېواد يې له ترورېزم څخه په ملاتړ تورن کړ.

ولسمشر ټرمپ له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د ایران پر ضد لا نور قوي ګامونه پورته کړي.

نوموړي له ایران سره د ۲۰۱۵ میلادي کال اټمي موافقې ته په اشاره وویل، متحده ایالات داسې هېڅ موافقې ته ژمن نه دی چې له هغې څخه د اټمي وسلو د جوړولو د پلمې په توګه ګټه پورته شي.

د ایران ولسمشر بیا ټینګار کړی دی چې هېواد به يې لومړی لوری نه وي چې له نړیوالو سره له شوې اټمي موافقې وځي.

که څه هم امریکا تر اوسه دوه ځله دا تایید کړې ده چې ایران د دغې موافقې شرطونه پر ځای کوي، خو واشنګټن بیا د ایران د توغندیز پروګرام د اټمي موافقې د روحيې خلاف عمل بولي.

ټاکل شوې ده چې امریکا د راتلونکې اکټوبر میاشت په ۱۵ مه دا په ډاګه کړې چې ایا ایران د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي موافقې سره سم مخته ځي او کنه.

د امریکا سربېره، روسیې، چین، فرانسې، جرمني او برېتانیې له ایران سره اټمي موافقه لاسلیک کړې ده.

XS
SM
MD
LG