د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۴

ډیپلومات: د افغانستان جګړه د سخت دريځو د ځپلو مبارزه ده که کورنۍ جګړه؟


نيويارک ټايمز:

نيويارک ټايمز ورځپاڼې په خپله تازه ګڼه کې د پاکستان د صدراعظم د ادعاوو په اړه ليکنه خپره کړې چې ويلي يې دي، وسله وال طالبان ډيورند کرښې ته څېرمه له منځه وړل شوي دي.

خو د ورځپاڼې په باور، نړيواله ټولنه په ځانګړي ډول، د امريکا متحد ايالتونه د پاکستان پر دغو ادعاوو باور نه لري او د ولسمشر ډونالد ټرمپ ستراتيژي دا حقيقت جوتوي؛ ځکه په هغې کې پاکستان ته په تنده لهجه خبردارى ورکول شوى چې امريکا نور دا نه شي زغملاى چې پاکستان دې هم له امريکا مرستې واخلي، هم دېپه عين حال کې په خپله خاوره کې ترورېستي ډلو ته پناه ورکړي او ملاتړ يې وکړي.

دغه امريکايي ورځپاڼه زياتوي، د افغانستان په اړه د امريکا نوې ستراتيژي په دې پورې تړلې ده چې پاکستان پر افغانستان له خپلې خاورې د حملو د مخنيوي لپاره څومره اقدامات کوي او تر څومره حده توانېږي چې د ډيورنډ کرښې هاغاړې ته د دغو ډلو د تحرکاتو مخه ونيسي.

ورځپاڼې د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني دا خبرې هم رااخېستي چې ويلي يې دي، د ولسمشر ټرمپ په نوې ستراتيژۍ کې دا ټکى نوى دى چې پاکستان ته زمينه برابروي، څو له فرصت څخه په ګټه اخېستو په افغانستان کې د خپل فعاليت لورى بدل کړي.

ولسمشر غني ويلي، که پاکستان دغه بدلونونه رانه ولي، هماغسې چې د امريکا په نوې ستراتيژۍ کې يادونه شوې، دا کار به يې بې تاوانه پاتې نه شي.

ورځپاڼه د دې مطلب په يادولو سره دا نتيجه اخلي چې د پاکستان له دغو ادعاوو سره سره چې ګواکې، وسله وال طالبان يې له منځه وړي او په دغه هېواد کې کومه بله افراطي ډله فعاله نه ده، نړيواله ټولنه، بيا په ځانګړې توګه امريکا او افغانستان د پاکستان دغو ادعاوو ته اهميت نه ورکوي او په دې برخه کې د اسلام اباد د عملي اقداماتو غوښتونکي دي.

ډيپلومات:

ډيپلومات خپرونې په خپله تازه ګڼه کې پر دې موضوع ليکنه خپره کړې چې ايا په افغانستان کې روانه جګړه د سخت دريځو وسله والو د ځپلو مبارزه ده که کورنۍ جګړه؟

خپرونه د دې دواړو جګړو تفاوت تشريح کوي چې د افراطيت په وړاندې مبارزه کې هدف د افراطيت ځپل وي او حکومت پر ټول هېواد بشپړ واکمن وي، خو په کورنۍ يا داخلي جګړه کې دا موضوع مطرح ده چې د دولت د مخالفو وسله والو د پرمختګ مخه ونيول شي او هغه ساحې وساتل شي چې د حکومت په لاس کې دي او پرې نه ښودل شي چې دښمن پرمختګ وکړي.

ډيپلومات خپرونه زياتوي، دا ډول اقدامات دښمن ستړى کوي او په اوږده مهال کې يې پوهوي چې په سياسي هڅو سره ممکن لاسته راوړنې ولري او د وخت په تېرېدو سره د سولې خبرو ته کښېني.

خپرونې ليکلي، د افغان حکومت او په دغه هېواد کې د امريکا د پوځي چارواکو له څرګندونو او د امريکا د نوې ستراتيژۍ له عبارتونو داسې ښکاري چې دوى هم غواړي تر ممکن حده پر وسله والو طالبانو فشار زيات کړي او پرې نه ږدي چې نور پرمختګ وکړي او بالاخره د پخلاينې لار خپله کړي.

د ډيپلومات خپرونې په حواله، د تېرو څو کلونو جګړې ښيي چې افغان حکومت ښايي په نېږدې وخت کې دا توان ونه لري، څو د هېواد پر ټولو برخو بشپړ کنټرول ولري، حکومت تمه لري چې وسله وال طالبان قانع شي چې د جنګ په ميدان کې بريالي کېږي نه، که د پخلاينې لار خپله کړي او له تاوتريخوالي لاس واخلي، ښايي لاسته راوړنې يې زياتې وي.

XS
SM
MD
LG