د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۲۶

ترکمنستان کې د صالون دننه پنځم دور لوبې پرانېستل شوې


د ترکمنستان په پلازمینه عشق اباد کې د ۱۸۰ افغان لوبغاړو په ګډون د زرګونو اسیايي لوبغاړو د صالون دننه پنځم دور لوبې پرون پرانېستل شوې.

د دې لوبو د پرانېستې لپاره افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم ورغلی و.

د افغانستان د ورزشي خبریالانو د فدراسیون رئیس سایرځلاند له عشق آباد ښار نه ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان ورزشي کاروان تر ټولو هېوادونو مخکې د پرانیستې په مراسمو کې د نندارچیانو له مخې تېر شو.

"د ترکمنستان په عشق اباد ښار کې د اسیا د رزمي او صالون دننه لوبو پنځم پړاو پیل شو. په دې لوبو کې د څه باندې شپیتو هېوادونو شپږ زره لوبغاړي برخه لري."

د صالون دننه لوبو ځینو برخو وار له مخه سیالۍ پیل کړې وې چې په‎کې د افغانستان د جوجیتسو لوبې اتل حسین سفري د سرو زرو مډال وګاټه او د پهلواني په برخه کې بل افغان لوبغاړي احمد جاوید امیري د سپینو زرو مډال په غاړه کړ.

د فوټسال Futsal ملي لوبغاړو هم دوه لوبې ګټلي دي.

XS
SM
MD
LG