د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۹

ولسمشر غني د اسیایي سیالیو د پرانېستې په مناسبت ترکمنستان ته لاړ


Turkmenistan. road constructions for Asian games. workers , teachers , school boys
Turkmenistan. road constructions for Asian games. workers , teachers , school boys

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن یکشنبه سهار د ترکمنستان پلازمېنې عشق اباد ته لاړ چې د اسیايي لوبو په پرانېستونکو مراسمو کې ګډون وکړي.

جمهوري رياست په يوه اعلاميه کې ويلي، ولسمشر غني به په دې سفر کې د ترکمنستان او تاجکستان له ولسمشرانو سره هم جلا جلا وویني.

دغه راز ټاکل شوې ده چې ښاغلی غني له ترکمنستان څخه د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ په ۷۲ یمه غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته لاړ شي.

د ولسمشر مرستيال وياند نجيب ازاد نن ازادي راډيو په خپلو خبرو کې وویل چې ولسمشر محمد اشرف غني به د سې شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته وینا وکړي او په څنګ کې به یې د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ او د پاکستان له صدراعظم خاقان عباسي سره هم وګوري.

XS
SM
MD
LG