د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۰۱

افغان لوبغاړي حسین بخش په ترکمنستان کې د سرو زرو مډال وګاټه

حسین بخش صفري د ترکمنستان په کوربه توب د پنځم پړاو سالون دننه اسیايي سیالیو کې، د افغانستان لپاره د سرو زرو مډال وګاټه.

د افغانستان د المپیک کمېټې د نشراتو مسؤل منورشاه شهزاد نن یکشنبه ازادي راډيو ته وویل چې دغه مډال د رزمي لوبو د جوجېستو په برخه کې، د دغو سیالیو په لومړۍ ورځ ښاغلي صفري د افغانستان په نوم کړ.

د ترکمنستان په کوربه توب د سالون دننه اسیایي سیالۍ نن یکشنبه د ترکمنستان د ولسمشر له خوا پرانېستل شوې چې د روانې سپټمبر میاشتې تر ۲۷ مې پورې به روانې وي.

په دې سیالیو کې د اسیا او اقیانوسیه وچې څخه د ۶۲ هېوادونو نېږدې ۶ زره لوبغاړي په ۲۱ ورزشي رشتو کې لوبېږي چې له افغانستان له هم له ۱۶ ورزشي رشتو ۲۳۰ لوبغاړو پکې ګډون کړی دی.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG