نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکا د مرکزي استخباراتو یا سي ای اې لهخوا په افغانستان کې د هوايي حملو د ترسره کولو د غوښتنې په اړه مطلب خپور کړی دی.
نیویارک ټایمز لیکي:
سي ای اې له دفاع وزارت یا پنټاګون څخه غواړي چې په افغانستان کې ورته د القاعده او نورو تروریستي ډلو پر ضد د بې پیلوټه الوتکو پهواسطه د هوايي بریدونو اجازه ورکړي.
ورځپاڼه وايي، سپینه ماڼۍ ښايې د سې ای اې دا غوښتنه ومني خو په دفاع وزارت کې ورسره ځینې مقامات مخالفت کوي.
ورځپاڼه زیاتوي:
د پخواني ولسمشر باراک اوباما د ادارې لهخوا په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګژوبلې د مخنیوي په هدف د امریکا پر هوايي عملیاتو محدودیتونه لګیدلي وو او که سپینه ماڼۍ سې ای اې ته دا واک ورکړي نو دا به لومړی ځل وي چې د امریکا مرکزي استخبارات د بې پیلوټه الوتکو پهواسطه په افغانستان کې بریدونه وکړي.
نیوزویک مجله:
نیوزویک مجلې هم په خپله وروستۍ ګڼه کې همدې موضوع ته اشاره کړې ده او لیکي:
سې ای اې په افغانستان کې د تروریستانو د وژلو لپاره د هوايې بریدونو واک غواړي.
نیوزویک لیکلي دي:
په دفاع وزارت یا پنټاګون کې یو شمېر چارواکي اندیښنه ښيې چې د سې ای اې هوايي بریدونه به په افغانستان کې امریکايي سرتېري له خطر سره مخ کړي.
خو د مجلې په باور د ځینو چارواکو له اندیښنو سره سره ولسمشر ډونالډ ټرمپ لېواله دی چې سې ای اې ته دا اجازه ورکړي.
واشنګټن پوسټ:
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې بیا افغانستان ته د البانیايې ځواکونو د استولو موضوع څېړلې ده.
واشنګټن پوسټ لیکي:
البانیا پلان لري چې د خپلو پلي ځواکونو یوه قطعه افغانستان ته واستوي.
البانیا په ۲۰۰۹ میلادي کال کې د ناټو تړون غړیتوب ترلاسه کړ.
ورځپاڼې د البانیا د دفاع د وزیر له قوله لیکلي دي چې دا ګام يې د افغانستان لپاره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې د ستراتیژۍ په چوکاټ کې پورته کړی دی.
د البانیا نېزدې اتیا پوځیان دا مهال د افغانستان په هرات ولایت کې ځای پر ځای دي.