د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۸

د هسپانیا په لالیګا سیالیو کې بارسلونا او جیټیف ټیمونه سیالي


د هسپانیا د لالیګا لیګ په سیالیو کې نن د شنبې په ماښام د بارسلونا او جیټیف ټیمونه سره لوبېږي.

دغه لوبه د کابل پر وخت ۶ بجې او ۴۵ دقیقې د جیټف په کوربه توب ترسره کېږي.

د دغو سیالیو په لړ کې نن شپه لونتي له والنسیا، ریال بيټس له دیپورتیو او اتلتیکو مادرید له مالاګا سره لوبه لري.

او همدا شان د اروپا د غوره لیګ سیالیو په لړ کې نن ماښام لیورپول له برنلي، لیسټر سیټي له هادرس فیلد، وټ فورد له مانچسټر سیټي، تاتنهم له سوانسي، ویسټ بروم له ویسټ هم او کرسټال پلیس له صوت هم تن سره لوبه کوي.

XS
SM
MD
LG