د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۰

سرخط: خواجه خالي لاس بېرته راستون شو!


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې، د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د نوې ستراتېژۍ په تړاو او د دغې ستراتېژۍ په رڼا کې د ځینو مسایلو او موضوعاتو په اړه لیکنې خپرې کړې دي.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپانې خپلې سرمقالې ته دا عنوان ورکړی دی، خواجه خالي لاس بېرته راستون شو.

د سرمقالي لیکونکي هدف له خواجه څخه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اصف دی چې افغانستان او جنوبي اسیا ته د امریکا د نوې ستراتېژۍ تر اعلان ورسته چې پاکستان په کې د ترهګرو د ملاتړ له امله تر سخت فشار لاندې دی، تازه د چین، ایران او ترکیې له سفر بېرته خپل هېواد ته ستون شوی دی.

په سرمقاله کې راغلي، پاکستاني چارواکو ظاهراً له دغه سیمه ییز سفر نه څه نه دي ترلاسه کړي، خو د دغه هېواد رسنۍ تبلیغ کوي چې د خواجه محمد اصف سفر له لاسته راوړنو ډک و.

د سرمقاله لیکونکي په باور دا تبلیغات ځکه سم نه دي چې چین، ترکیې او ایران تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

سرمقاله لیکونکي لیکلي، په دې توګه د سیمې په کچه د پاکستان لومړنۍ لابي ګري ناکامه شوه.

په سرمقاله کې راغلي، پاکستان ته اوس یوه لاره پاتې ده او هغه له ترهګرۍ سره رېښتینې مبارزه ده.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د یکشنبې په ورځ په امریکا کې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبله کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ګډون او وینا په اړه لیکلي دي.

په سرمقاله کې راغلي، د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبله کې د افغان ولسمشر ګډون سږ ځکه مهم دی چې امریکا د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره خپله نوې ستراتېژي اعلان کړې.

د سرمقالې لیکوال لیکلي، ولسمشر په داسې حال کې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبله کې ګډون او وینا کوي چې د ترهګرۍ ځالې، ملاتړې کړۍ او تر شاه یې ولاړ هیوادونه په ډاګه شوي دي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، ولسمشر به په دغه غونډه کې د امریکا او نړیوالې ټولنې د لا ملاتړ جلبولو هڅه وکړي.

افغانستان ما:

افغانستان ما خپلواکې ورځپانې بیا په خپلې نننۍ ګڼه کې په امریکا کې د پاکستان د پخواني سفیر حسین حقاني په حواله په یو مطلب کې لیکلي، په افغانستان کې د امریکا نوی سیاست یو روښانه بدلون ښيي.

د مطلب لیکوال لیکي، نوموړي دوو بدلونونو ته اشاره کړې، لومړی دا چې په دغه سیاست کې پاکستان ته د دښمن په توګه کتل شوي او دوهم دا چې په افغانستان کې د هند د لا مداخلو له لارې پاکستان وېرول شوی دی.

په مطلب کې دا هم راغلي چې نوموړي ویلي، د امریکا دغه نوی سیاست که ونشي کړای ځینو اساسي په ځانګړي ډول د طالبانو په برخه کې تناقضاتو ته ځواب ووايي بې ګټې او بې کاره به وي.

چمتو کوونکی: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG