د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۴

نشنل انټرسټ: د امریکا نوې ستراتیژي څرنګه پلي کېدای شي؟


نشنل انټرسټ خپرونې دا مسئله په یوه مقاله کې څېړلې ده چې څرنګه د امریکا نوې ستراتیژي پلي کېدای شي.

دا خپرونه لیکي چې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا نوې ستراتیژي د کتونکو په باور مثبت او منفي اړخونه لري، خو که هر ډول ده دا د واشنګټن پالیسي ګرځېدلې ده.

د خپرونې په باور اوس د دې ستراتیژۍ د تطبیق لپاره امریکا په پوځي، ډیپلوماټیکو، اقتصادي او پراختیایي چارو کې همغږي ته اړتیا لري.

نشنل انټرسټ وړاندې پنځو ټکیو ته اشاره کوي چې باید پاملرنه ورته وشي، لومړی له سیاسي، اقتصادي پراختیایي او پوځي اړخه د افغانستان وضعیت ته، دوهم د پاکستان نقش ته چې طالبانو او نورو وسله والو ډلو ته د سولې د خبرو امکانات برابر کړي.

دریم باید د افغانستان هغو ګاونډیانو ته چې د سولې په خبرو کې مهم نقش لرلی شي توجه وشي.

څلورم په افغانستان کې د امریکا د متحدانو او ملاتړیو نقش ته توجه پکار ده ترڅو سولې ته لار هواره شي او پنځم هدف د سولې داسې خبرو ته رسېدل دي چې طالبان هم پکې وي.

نشنل انټرسټ لیکي چې امریکايي چارواکو دغو هدفونو ته د رسېدو لپاره وخت نه دی ټاکلی خو غواړي چې دا هدفونه عملي کړي.

د خپرونې په باور واشنګټن غواړي چې پاکستان د ترهګرو ډلو پرضد جدي ګامونه واخلي، په دې ډول به طالبان د سولې خبرو ته چمتو شي او د هند او پاکستان ترمنځ به کړکیچ هم راکم شي.

نشنل انټرسټ په ورته وخت کې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو حضور د سولې د خبرو لپاره موثر ګڼي، خو لیکي، که چېرته په افغانستان کې دننه د افغان ځواکونو سمه روزنه ونه شي، له پاکستان سره لانجه هواره نه شي او د افغانستان له ګاونډیو سره له سمې ډیپلوماسۍ کار وانخیستل شي، د واشنګټن نوې ستراتیژي به چې اصلي هدف یې د سولې له بهیر سره د طالبانو یوځای کېدل دي، تطبیق نه شي.

ډیپلوماټ:

د لوېدیځ یوې بلې چاپي خپرونې، ډیپلومات بیا د امریکا د نوي ستراتیژي تر اعلان راوروسته د پاکستان هلو ځلو ته اشاره کړې ده او لیکي چې نېږدې اوونۍ مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد اصف چین، ایران او ترکیې ته ولاړ ترڅو دا هېوادونه د افغانستان په قضیه کې د اسلام اباد د دریځ ملاتړ ته وهڅوي.

ډیپلوماټ لیکي چې داسې ښکارې چې په سیمه کې د اسلام اباد نېږدې ملاتړی چین هم اوس بې صبره شوی دی او پر دې خوښ نه دی چې پاکستان په پنجاب کې د یو شمېر مېشتو وسله والو ډلو پرضد هڅې نه کوي.

د خپرونې په باور پر پاکستان به د چین فشار ښایي دغه هېواد دې ته مجبوره کړي چې د وسله والو ملاتړ کم کړي خو ګرانه ښکارې چې د پاکستان په امنیتي پالیسي کې ډېر ژر بدلون راشي.

ډیپلوماټ د خپرې کړې مقالې په وروستیو کې لیکي چې اوس نو د پاکستان مربوط ده چې غواړي خپلې پالیسۍ ته ادامه ورکړي او په نړۍ کې نور هم منزوي شي او که په دې پالیسي کې ژور بدلون راولي او خپلو لرې ګټو ته پام کوي.

XS
SM
MD
LG