د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۷

ټولنیزو رسنیو د مطالعې پر فرهنګ منفي اغېز پرې ایستی


د جلال اباد ښار یو شمېر کتاب پلورونکي وايي، په دې وروستیو کې د کتابونو چاپ زيات خو د مطالعې فرهنګ کم شوی دی.

د ختیځ خپرندویه ټولنې مشر ذاهدالله وايي، اوس په مختلفو برخو کې په زیات شمېر کتابونه چاپ شوي خو د اخیستلو بازار سوړ دی.

دی وايي، که د مطالعې فرهنګ ګاونډیو هېوادونو سره پرتله کړو نو هغه کتابونه چې دوی په کال کې خرڅوي هغه په نورو نيږدې هېوادونو کې په یوې اونۍ کې خرڅېږي.

ذاهدالله وايي:

"نورې نړۍ ته چې موږ وګورو لنډه دا چې دې پاکستان ته وګورو هغوی یو کتاب لومړی لس زره جلده چاپوي او موږ زر جلده چاپوو، دا زر کتابه موږ ته په کلونو کلونو پروت وي، هغه کتاب موږ ښه ګڼو چې دا زر کتابه په کال کې خرڅ شي حال دا چې هغوی دا لس زره په یوې میاشتې کې خرڅوي نو دې مسایلو ته چې وګورو دلته مطالعه ډېره کمه ده."

نوموړی وايي، محصلين دوی ته زیاته مراجعه کوي خو هغوی يوازې د هغو کتابونو پوښتنه کوي چې په نصاب کې شامل وي.

یو شمېر ځوانان او محصلین هم دا مني چې د مطالعې فرهنګ هغسې چې پکار وو اوس نشته.

دوی وايي، په ټولنه کې اقتصادي مشکلات، ناامني او په خاص ډول د ټولنیزو شبکو پراخېدل د دې لامل شوي چې د مطالعې فرهنګ کمرنګی کړي:

"نوم مې عبدالله دی د انجنيري پوهنځي محصل یم، د مطالعې سره د ځوانانو د نه علاقې په تړاو به زه دومره ووایم چې اکثرا ځوانان په ټولنیزو رسنیو په خاص ډول فیسبوک باندې مصروفه دي او اکثرا وخت چې دوی وخت پېدا کړي هغه وخت په فیسبوک مصرفوي او بل تشویقي بڼه هم کمزورې ده.

-زما نوم محمد شفیق دی، زموږ په ټولنه کې ډېر خلک تعلیم نه‎لري چې د کورنۍ له‎خوا ورته وويل چې تاسو مطالعې سره علاقه ولرئ بل مهمه مسئله دا اقتصادي مشکلات دي ځوانان د محصلی په وخت کې هم په کاروبار هم مصروفه وي. "

په ننګرهار کې د یو خصوصي پوهنتون استاد محیب الله الله یار مطالعه کول د ځوانانو د علمي پوهې د زیاتوالي لپاره مهمه بولي.

نوموړی وړاندیز کوي هغه ځوانان چې په کتاب لوستنه عادت نه وي او غواړي یو ښه مطالعه کوونکی ووسي نو په پیل کې دی د اروایي کتابونو لوستنه پیل کړي.

دی وايي:

"د دې لپاره چې دوی د مطالعه په برخه کې پيآوړي او ذوقمن ووسي نو پکار ده چې دوی باید په اروايي برخه کې هغه کتابونه چې د انسان ذهن په غوړېدنه کې مرسته کوي واخلي، که دا ډول کتابونه دوی له ځانه سره ولري نو هغه دوی سره ډېر کومک کوي او د دې سبب ګرځي چې ځوانان مطالعې سره علاقه پېدا کړي."

کتاب لوستنه په نوره نړۍ کې ځانګړمسلک ګڼل کېږي او په‎دې برخه کې له ښوونځیو نیولې تر پوهنتونونو زده کوونکو ته لارښوونه کېږي.

که څه هم دا فرهنګ په افغانستان کې هم د نورو هېوادونو په څېر تر یوه حده رواج وو خو نوې ټکنالوژی په راتګ سره اکثرا ځوانان په فېسبوک او نورو ټولنیزو رسنیو او د موبايل په ګېمونو بوخت شول د کتوونکو په اند همدا لامل دی چې د مطالعې پر فرهنګ يې مستقيماً منفي اغېز غورځولی.

راپور: شاه محمود شینواری - ننګرهار

XS
SM
MD
LG