د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۸

ارزګان کې د کرکټ سیالۍ د پوپل لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې


د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د کرکټ هغه سیالۍ چې ۳۲ ورځې مخکې د ۱۶لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې تېر ماښام د پوپل لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

د ارزګان په ولایت کې د کرکټ بورډ د ځايي ادارې مسؤلین وايي، پوپل او اتفاق
هغه ټيمونه دي چې د دغه ۱۶ټیمونو له منځه فاینل وتلي وو چې نن یې په خپل منځ
کې ۱۲ اوره سیالۍ ترسره کړه.

په دغه ولایت د کرکټ بورډ سرپرست امر نجیب ازادي راډيو وویل چې په یاده
لوبه کې د اتفاق ټیم پچه ګټلې او د بیټنګ پرېکړه يې کړې چې وروسته مقابل
لوبډلې ټاکلی هدف ورپوره کړې او لوبه يې وګټله.

تفصیل د شریف الله شرافت په دې راپور کې

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:04 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG