د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۱

ملي ارمان: د ۱۳۹۷تر پایه به کابل د میټرو بس د دوه لیکو څښتن شي


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو مسایلو په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړي دي.

مسیر خپلواکې ورځپاڼې په یو تحلیلي مطلب کې چې عنوان يې دی پر پاکستان د چین فشار د افغانستان د ثبات لپاره د هیلي څراغ کېدای شي لیکلي چې شنونکي په افغانستان کې د سولې لپاره پر پاکستان د چین فشار ګټور بولي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي چې په سیمه کې د ترهګریزو فعالیتونو د دوام په صورت کې چین خپلو اقتصادي ګټو ته نه شي رسېدای.

د مطلب لیکوال د افغانستان چین او پاکستان درې اړخېزه غونډې ته چې ټاکل شوې په روان کال کې جوړه شي اشاره کوي او لیکي:

دا د افغان حکومت لپاره لوی فرصت دی ترڅو چین ته قناعت ورکړي چې له ترهګرو د پاکستان ملاتړ د سیمې د نورو هېوادونو ترڅنګ د چین اقتصادي ګټې هم ګواښي.

ورځپاڼې د اقتصادي چارو د کارپوهانو له قوله لیکلي چې افغان حکومت باید د پیاوړې ډیپلوماسۍ پر مټ د سیمې ثبات د افغانستان له ثبات سره وتړي او چین قناعت ورکړي چې د افغانستان بې ثباتي د چین اقتصاد ته هم ګواښ پېښولی شي او د مخنیوي لاره يې داده چې پر پاکستان فشار راوړل شي.

ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې بیا خبر ورکړی چې د ۱۳۹۷ کال تر پایه به کابل د میټرو بس د دوه لیکو څښتن ووسي.

ورځپاڼې لیکلي:

د کابل ښاروالۍ پلان لري چې په دغه ښار کې د ترافیکي ګڼې ګوڼې د مخنیوي او خلکو ته د اسانتیاوو د رامنځ ته کولو په هدف په لومړي ځل د میټرو بس د جوړېدو هڅه وکړي.

ورځپاڼه د کابل د ښاروالۍ د مسؤلینو په قول لیکي چې د دې میټرو بس لومړۍ لیکه به د دهـ افغانانو نه تر سرای شمالي پورې چې اته کیلومتره کیږي وغځول شي.

په مطلب کې راغلي چې د دې کار په دوهمه مرحله کې به د میټرو بس دا لیکه د برکي له لارې، باغ بالا، کوټه سنګي او دهمزنګ څخه تېره شي او دهـ افغانانو ته به ورسېږي.

په مطلب کې همدا راز د کابل د ښاروالۍ د مسؤلینو له قوله ویل شوي دوی پلان لري چې د راتلونکو پنځه کلونو په موده کې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د ۱۱۱ کیلومتره په اوږدوالي د میټرو بس لیکې تېرې کړي.

او هېواد دولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې د هند وروستیو مرستو ته په اشارې سره لیکي چې دغه هېواد په پوځي او اقتصادي برخو کې له افغانستان سره د نویو مرستو ژمنې کړي دي.

د سرمقالې لیکوال وړاندې لیکي هند به د چا بهار بندر د جوړولو د چارو د ګړندي کولو ترڅنګ په افغانستان کې ۱۱۶ نوې پروژې عملي کړي.

د سرمقالې لیکوال باور لري چې د چابهار بندر د پاکستان د تړل شوېو لارو ښه بدیل دی او هندوستان کولای شي له دې لارې له افغانستان سره سوداګریزه راکړه ورکړه وکړي او خپل صادرات تر قفقازه ورسوي.

په سرمقاله کې راغلي چې د هندوستان یو شمېر ښارونه به د افغانستان د یو شمېر ښارونو سره د دوستۍ د تړاو په نوم ونومول شي چې دا د هند د دوستي بل ستر ثبوت دی چې د افغانستان د پرمختګ لپاره پورته کیږي.

سرمقاله لیکونکي وړاندی لیکي چې هندي چارواکو د دې پوځي او اقتصادي مرستو د اعلان پرمهال ویلي چې دا مرستې د هغه ترهګرۍ ضد دي چې افغانستان او هندوستان په ګاونډ کې فعاله ده او او دواړه هېوادونه يې تر برېدونو لاندې نیولي دي.

اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG