د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۹

د افغانستان د ساحلي فوټبال مینه وال پیدا کړي


په افغانستان کې د ساحلي فوټبال لیوالتیا پر دې سربېره پیدا شوې ده چې افغانستان له سمندر سره پوله نه لري، خو ځوانان په کابل کې غازی سټېډیوم ته څېرمه دا لوبه په شوق کوي.

ساحلي فوټبال ته د دې لپاره ساحلي وایي چې د سمندرغاړو ته پر شګو کېږي، سره له دې چې افغانستان له سمندر سره پروت نه دی، خو بیا هم د اسیا د ساحلي فوټبال د ۵۲ لوبډلو په کتار کې۱۰ مقام لري.

ساحلي فوټبال ته وروسته تر هغه په افغانستان کې سترګې واوښتې چې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د نړیوالو لوبو په ترڅ کې، د افغانستان ساحلي فوټبال ټیم د قطر ساحلي ټیم ته ماته ورکړه.

په کابل کې له غازي سټېډیوم سره نېږدې ساحلي فوټبال لوبو ته د اوونۍ درې ځلې نېږدې ۲۰۰ ځوانان ورځي.

د ساحلي فوټبال د غوره لوبغاړو د غوراوي لپاره شااوخوا شپږ میاشتې مخکې، په کابل کې تمرینات پيل شول.

دا لوبې د حضرت ګل باران له لورې چې په خپله د ملي ټیم لوبغاړی دی، پیل شوې دي.

حضرت ګل فرانس پرېس اژانس ته وویل، اکثر ځوانان چې د دې لوبو د تمرین لپاره راځي، د بې وزله کورنیو دي، دوی تمه لري چې په خورا لږو امکاناتو یوه ورځ په نړیواله کچه د افغانستان استازیتوب وکړی.

مدثر یوسفزی د ساحلي فوټبال یو ۱۴ کلن لوبغاړی وایي، تر اوسه مې د سمندر غاړه په خپلو سترګو له نېږدې نه ده لیدلې، خو هیله مند یم چې دا ورځ به راځي چې د افغانستان له ملي لوبډلې سره یوه ورځ، دا لوبه وکړم.

XS
SM
MD
LG