د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۲

افغان دیني عالمان په پراختیایي چارو کې د ښځو د ونډې په اړه څه وایي؟


افغان دیني عالمان ټینګار کوي چې ښځو ته باید د هېواد په ټولو پراختیايي چارو کې د اسلام له اصولو سره سم برخه ورکړل شي.

دغه افغان دینې عالمان وايي، د ټولنې اړتیاو ته په کتو، ښځې کولای شي چې د اسلام له احکامو سره سم په تعلیمي، اقتصادي، فرهنګي، سیاسي او داسې نورو پراختیایي برخو کې، د نارینه په څېر کار وکړي.

دوی دا خبرې د دوشنبې په ورځ د افغان اید موسسې له خوا د اسلام له نظره د ښځو د حقونو د ملاتړ او خوندیتوب ترنامه لاندې، د دیني عالمانو په جوړ شوي یو ورځني کنفرانس کې وکړې.

د یني عالمانو وویل، سره له دې چې د اسلام له نظره نارینه د ښځې په درناوي او نفقې ورکولو مکلف شوی، خو ښځه د اولاد د روزلو او د کور د سمبالولو تر څنګ، حق لري چې د ضرورت په وخت کې، د شرعي احکامو په مراعاتولو سره له کوره ووځي او کار وکړي.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت سلاکار غلام محی الدین کلانتري وویل، افغانستان یو اسلامي هېواد دی او د ښځو د کار کولو حقونه پکې له شرعي اصولو سره سم خوندي دي.

ښاغلي کلانتري زیاته کړه:

"ښځه او نارینه د ثواب، فرایضو، واجباتو او د ټولو حقونو له نظره یو تر بله توپیر نه لري، که ښځه ښه کار وکړي، هم ثواب ګټي او که نارینه هم ښه کار وکړي، ثواب ګټي، د اسلام له نظره کار دومره اهمیت لري چې عالمان ورته عبادت وايي او د حلال رزق ګټل عبادت بولي."

د کنفرانس ګډون والو دیني عالمانو وویل، د اسلام دین د ښځو د حقونو کلک مدافع دی او ټول نارینه مکلف ګڼي چې د اسلام د اصولو او احکامو په پام کې نیولو سره، د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.

په جوړ شوي کنفرانس کې د افغان اید موسسې رئيس چارلس ریچارد ډیوي وویل، افغان دیني عالمان او د مدرسو استادان کولای شي چې خلکو ته د اسلام له نظره د ښځو حقونه، صلاحیتونه او مکلفیتونه بیان کړي چې د هېواد په پراختیا او پرمختګ کې شریکې شي.

د مصر د الازهر د پوهنتون استاد الشیخ صابر سلیمان عبدالفتاح وویل، ښځې ته اسلام د اړتیا پر مهال، د نیک کار کولو اجازه ورکړې ده.

نوموړي زیاته کړه:

"سره له دې چې ښځې ته دا حق ورکړل شوی چې په کور کې اولاد وروزي، اسلام دا حق هم ورکړی چې که زړه یې وغواړي، کار هم وکړي."

په افغانستان کې دینې عالمان وایي، ځینې دولتي او غیر دولتي ادارې له څو کلونو راهیسې هڅې کوي چې د ښځو روا حقونه پر ځای شي، خو بیا هم د دې هېواد په ځینو سیمو کې ښځې د کورنیو او ټولنې د ناوړو دودونو له امله، نه یوازې دا چې د کار کولو اجازه نه لري، بلکې له ښوونې او روزنې څخه هم بې برخې دي.

د افغانستان د ښځو چارو وزارت پخوا تر دې ویلي چې د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره یې یو لړ عملي پروګرامونه پیل کړي چې ښې نتیجې یې ورکړې دي.

دغه وزارت وايي، همدا اوس د حکومت په کابینه، ملي شورا او په ځینو لوړو دولتي پوستونو کې ښځې کار کوي او دا ونډه مخ په زیاتېدو ده، خو دا هغه خبرې دي چې مدني ټولنې او د ښځو د حقونو فعالان یې کافي نه ګڼي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG