د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۳۰ وږی ۱۳۹۶ سیمه ییزوخت ۰۲:۱۰

مسیر: افغان حکومت ولې د کالدارو د چلند په مخنیوي کې پاتې راغلی؟


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو پر بېلابېلو موضوعاتو لیکنې کړې دي.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې، د شهید د اوونۍ د لماځنې په لړه په خپله سرمقاله کې لیکلي دي.

پرون د احمد شاه مسعود یو شمېر پلویانو په داسې حال کې چې د موټرو اوږده قطارونه یې جوړ کړي او د نوموړي عسکسونه یې پرې نصب کړي و، ښار ته راوتي خلکو ته یې مزاحمت کړی او د ترافیکو قانون یې نقض کړی دی.

سرمقاله لیکونکي لیکي، دغو کسانو هوايي ډزې هم کړي چې خلک یې ویرولي او اندېښمن کړي دي.

په سرمقاله کې د یادو کسانو دغه اعمال غندل شوي او غوښتنه شوې چې باید په راتلونکې کې ورته اعمال تکرار نشي.

کابل چاپ دولتي ورځپاڼو هم د شهید د اوونۍ د لماځنۍ او د شنبې په ورځ په کابل په دې مناسبت په جوړې شوې غونډه کې د یو شمېر ویناوالو خبرې راخیستې دي.

مسیر:

مسیر خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله یو مقاله کې دا موضوع راخیستې چې په افغانستان کې د پاکستانۍ کالدارې د چلښت مخه څنګه ونیسو؟

په مقاله کې راغلي، پاکستانۍ کالداره د نورو بهرنیو اسعارو په پرتله په افغانستان کې ډېر چلښت لري او په پراخه کچه پرې راکړه ورکړه او سوداګري کېږي.

د مقالې لیکوال پوښتنه مطرح کړې چې افغان حکومت ولې د کالدارو د چلښت په مخنیوي کې پاتې راغلی؟

لیکوال په دې اړه په خپله مقاله کې څو مواردو ته اشاره کړې، افغانستان ته متوجه فشارونه، اقتصادي کمزورتیا، او یادې برخې ته د افغان حکومت جدي پام نه اړول.

د مقالې لیکوال په افغانستان کې د کالدارې د چلښت د مخنیوي په برخه کې د دولت رول اغیزمن بللی او ټینګار یې کړی چې دولت باید د هغو کسانو مخه ونیسي کوم چې پاکستانۍ کالدارو ته پر افغانۍ ترجیح ورکوي.

XS
SM
MD
LG