يو شمېر کابل ښاریان وايي، په کابل کې د شهید اوونۍ په مناسبت د احمد شاه مسعود يو شمېر وسله والو پلویانو د تاوتریخوالي فضا رامنځته کړې ده.
دوی وايي، د شهید اوونۍ باید په داسې ډول ولمانځل شي چې د نورو خلکو د مزاحمت او زورونې لامل نه شي.
په ورته وخت کې د کابل ګارنېزیون مسؤلین د کلکو امنیتي تدابیرو ترڅنګ د هغو کسانو په وړاندې هم د جدي اقداماتو خبره کوي چې د شهید اوونۍ په مناسبت هوايي ډزې او نورې غېرې قانوني کړنې ترسره کوي.
په دې اړه نور تفصیل د ازادي راډیو د خبریال واصل وصال په راپور کې واورئ: