د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۰

جرمني: روسیه څه باندې سل زره سرتیري د ناټو ختیځو پولو ته استوي


جرمني وايي، روسیه غواړي څه باندې سل زره سرتیري د پوځي تمریناتو لپاره د ناټو د ختیځو پولو خوا ته واستوي خو روسي چارواکو ویلي چې دا تمرینات دفاعي اهداف لري او یوازې ۱۳ زره سرتیري ګډون په‎کې کوي.

روسیه په پام کې لري چې د روانې سېپټمبر میاشتې له ۱۴مې نېټې تر شلمې پورې له بېلاروس سره د زاپاد "Zapad" یا لویدیځ په نوم ګډ پوځي تمرینات وکړي.

دا پوځي تمرینات په بېلاروس، بالتیک سمندرګي، د روسیې په لویدیځ او کالینینګراد ښار کې چې له روسیې لېرې د بالتیک سمندرګي پر غاړه د لیتوانیا او پولنډ په قلمروونو کې پروت دی پلان شوي دي.

د جرمني دفاع وزیرې اورزولا فن در لاین "Ursula von der Leyen" پرون د استونیا په پلازمېنه تالین کې د اروپايي ټولنې د دفاع وزیرانو له غونډې وروسته خبریالانو ته وویل چې روسیه غواړي د دې تمریناتو په وسیله خپل زور او وړتیا وښيي.

مېرمن لي یين له خپل فرانسوي ساري فلورینس پارلي سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، هغه څوک چې په دې کې شک لري په دې پوځي تمریناتو کې د ګډونوالو شمېر ته دې وګوري چې له سل زرو اوړي.

د فرانسې دفاع وزیر ښاغلي پارلي ګډې خبري غونډې ته وویل، روسیه نړیوالو ته د خپل زور ښودلو او ویرولو څرګنده ستراتیژي لري.

پارلي خبرداری ورکړ چې د بالتیک پر هېوادونو یا پولنډ هر راز حمله به پر امریکا او د ناټو پر نور غړو حمله وګڼل شي.

که څه هم د بالتیک هېوادو د دې تمریناتو په اړه چې د راپورونو له مخې د اصلي ګډونوالو شمېر یې د رسمي ارقامو په پرتله خورا لوړ دی، اندیښنه ښودلې وه خو د ناټو عمومي منشي ویلي و چې ناټو په دې تمریناتو کې د ۱۳ زره پوځیانو د ګډون تمه لري.

رویټرز خبري آژانس په دې اړه په یوه راپور کې وايي چې سل زره یا له هغه زیاته شمېره په پوځي تمریناتو کې د ګډون‎والو سرتېرو لپاره قانوني مشکل نه‎لري خو آژانس زیاتوي چې په دې صورت کې باید نړیوال څارونکي هم په‎کې حاضر وي، مګر که دا شمېره ۱۳ زره یا له هغه کمه وي د نړیوالو څارونکو ګډون په‎کې نه حتمي کېږي.

په همدې حال کې د کړکېچ د کمولو لپاره د هڅو د یوې څرګندې نښې په توګه ناټو وايي چې د ناټو جنرال پیتر پاول Petr Pavel د روسیې له یو جګپوړي پوځي چارواکي والیري ګراسیموف Valery Gerasimov سره کتلي دي.

ناټو په یوه بیان کې وايي چې دا کتنه د روسیې او ناټو ترمنځ په پوځي برخه کې د مفاهمې د دوام او د ګډو ګټو نښه ده.

روسیه تور لګوي چې ناټو د سړې جګړې د مهال په څېر د دې هېواد سرحدونو ته نېژدې پوځي ځواکونه پیاوړي کوي خو ناټو وايي چې د خپلو هغو غړو د ګټو ساتنه کوي چې له روسیې سره ګډې پولي لري.

ناټو وايي چې دا هېوادونه د کریمیا له نیولو او د اوکراین په ختیځ کې له بیلتونپالو څخه د روسیې له ملاتړ وروسته د مسکو له اقداماتو څخه اندیښمن دي.

XS
SM
MD
LG