د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۱

د امریکا پوځیان: د بګرام هوایي ډګر په دروازه کې برید تلفات اړولي


د امریکا پوځیانو منلې چې د کابل شمال ته د بګرام هوایي ډګر په دروازه کې د تېر ماښام (چهارشنبې) په برید کې تلفات اوښتي دي، خو دقیق شمېر او هویت‌یې نه‎دی یاد کړی.

د امریکا د پوځ په اعلامیه کې چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوې راغلي چې دا برید د سیمې په وخت د مازیګر پنځه نیمې بجې د عمومي دروازې بهر شوی دی او زیاتوي لږ شمېر کسانو ته په‎کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

اعلامیه زیاتوي چې په‎دې اړه پلټنه کېږي.

بل‎خوا د پروان امنیه قوماندان جنرال محمد زمان مموزي ازادي راډیو ته ویلي چې د برید کوونکي هدف د امریکايي ځواکونو کاروان وو.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ویلي چې په‎دې برید کې درې کسان ټپیان شوي دي، خو نور جزئیات‌یې نه‎دی ورکړی.

دانش: په‎دې برید کې درې کسان ټپیان شوي
دانش: په‎دې برید کې درې کسان ټپیان شوي

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دې برید مسؤلیت منلی او وایي، دا یې د هغو تبلیغاتي پاڼو په انتقام کې کړی دی چې په‎دې وروستیو کې په پروان ولایت کې خپرې شوي.

په‎دغو پاڼو کې ظاهراً داسې انځورونه دي چې اسلامي عقایدو ته سپکاوی ګڼل شوی دی.

امریکایي ځواکونو د اساسو دیني پاڼو د خپرېدو په اړه بخښنه غوښتې

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت د چهارشنبې په ورځ د دغو پاڼو د خپرېدو له کبله بخښنه غوښتې ده.

XS
SM
MD
LG