د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۰۴

د فوټبال افغان لوبډلې له اردن څخه ماته وخوړه


د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې تېره شپه د اسیا د ملتونو جام په مقدماتي سیالیو کې له اردن څخه ماته وخوړه.

اردن لوبډلې څلور ګولونه ووهل، خو د افغانستان ملي لوبډلې یوازې یو ګول ترسره کړ.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د تېرې پنجشنبې په شپه په یوه دوستانه سیالۍ کې له عمان څخه ۲ د صفر پر وړاندې ماتې خوړلې وه.

د دغو سیالیو هدف د ۲۰۱۹ میلادي کال د اسیا د ملتونو جام د غوراوي سیاليو لپاره تمرینات ښودل شوي دي.

افغانستان له اردن، کمبودیا او ویتنام سره په یوه ګروپ کې ځای لري.

XS
SM
MD
LG