د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۰۱

مسؤلین: د اسیايي المپیکي سیالیو لپاره افغان لوبغاړي چمتووالی لري


د افغانستان د المپیک ملي کمېټه وايي چې د سالون دننه د اسیايي المپیکي سیالیو لپاره افغان لوبغاړي بشپړ چمتووالی لري او په نېږدې وخت کې به په دې سیالیو کې د ګډون په هدف ترکمنستان ته لاړ شي.

د المپیک کمېټې د نشراتو مسؤل منور شهزاد نن سې شنبه زادي راډيو ته وویل چې په همدې تړاو نن په المپیک کې د لوبغاړو د ښه چمتووالي لپاره یوه غونډه هم وشوه.

ښاغلي شهزاد دا هم وویل چې په دې سیالیو کې د ګډون لپاره، د افغان لوبغاړو اداري او د ویزو چارې هم بشپړې شوې دي.

شهزاد وايي چې په دې سیالیو کې په ۱۶ ورزشي برخو کې، څه باندې ۱۹۶ افغان لوبغاړي ګډون کوي.

د سالون دننه د المپیک اسیايي سیالۍ ترکمنستان کې د روان میلادي کال د سپټمبر په ۱۷ مه پیلېږي او د همدې میاشتې تر ۲۷ مې دوام کوي.

په دغو سیالیو کې د ۶۴ هېوادونو لوبغاړي په بېلابېلو رشتو کې برخه اخلي.

XS
SM
MD
LG