د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۱۸

د فوټبال افغان لوبډله د سې شنبې په شپه له اردن سره سیالي لري


د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۱۹ میلادي کال د ملتونو د جام سیالیو ته د لار موندلو په هدف د سې شنبې په شپه له اردن سره لوبېږي.

د فوټبال فدارسیون د تخنیک ډایرکټر طاهر رووفي نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې دغه لوبه د کابل پر وخت د شپې نهه نیمو بجو پلېږي .

د تېرې پنجشنبې په ورځ د فوټبال ملي لوبدلې په یوه دوستانه سیالۍ کې ۲ د صفر پر وړاندې له عمان څخه ماته وخوړه.

افغانستان له اردن، کمبودیا او ویتنام سره په یوه ګروپ کې ځای لري.

اردن د څلورو امیتازونو په درلودلو لومړی، کمبودیا د درېو امتیارونو په درلودلو دوهم او یتنام د ۲ امتیازونو په درلودلو سره درېیم مقامونه لري او افغانستان د یوه امیتاز په لرلو سره، د جدول په اخر کې ځای لري.

XS
SM
MD
LG