د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۴۲

افغان فوټبال لوبډلې عمان لوبډلې ته لوبه وبایلله


د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې تېره شپه په یوه دوستانه سیالۍ کې له عمان لوبډلې ماتې وخوړه.

عمان لوبډلې د لوبې په لومړۍ نیمايي کې دوه ګولونه ووهل خو د افغانستان لوبغاړي تر اخره ونه توانېدل چې د مقابلې لوبډلې درواز خلاصه او ګول ووهي.

د دې دوستانه سیالۍ هدف د اسیا د ملتونو جام د غوراوي سیاليو لپاره تمرینات ښودل شوي دي.

د اسیا د ملتونو د جام د غواروي سیالیو د تګ په پړاو کې به د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د راتلونکې اوونۍ د سې شنبې په ورځ په اردون کې د دې هېواد له لوبډلې سره لوبه وکړي.

XS
SM
MD
LG