د افغانستان د فوټبال ملي ټیم تېره شپه په مسقط کې د عمان د ټیم په وړاندې خپله لوبه دوه - صفر وبایلله.
د افغانستان ټیم د ډېر زیار سره-سره بیا هم ونه شو کړای چې د عمان د ټیم په وړاندې کوم ګول ترسره کړي.
په روسیه کې د ۲۰۱۸ کال د نړیوال جام لوبو ته د وتلو لپاره په روانو مسابقو کې د افغانستان راتلونکي لوبه د اردن سره ده چې د سې شنبې په ورځ به ترسره شي.