د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۷

سلګونو زرو مسلمانانو نن د عرفې په مبارکه ورځ د حج مراسم پیل کړل


حاجیانو تېره شپه په منی کې تېره کړه او نن سهار په جوپو جوپو ، پلي او سواره په داسې حال کې چې تلبیه او تکبیر يې ویل، د عرفات غونډۍ ته ورسېدل.

سږ کال د بېلابېلو اسلامي هېوادونو دوه میلیونه کسان حج ته ورغلي دي.

ګڼو حاجیانو پرون په مسجد حرام کې تر لمانځه وروسته مينا ته مخه کړه.

د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د تېرو کلونو په څېر سږ کال هم په مکه کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند منصور الترکي د رویټرز خبري اژانس ته وویل چې د حاجیانو ساتنه او پالنه د دوی لومړنی مسؤلیت دی.

دی وايي:

"موږ معمولاً یو شمېر امنیتي ځواکونه د حج مراسمو ته ګمارو چې څه د پاسه ۱۰۰ زره کسان وي او په څو برخو کې چې لومړنۍ برخه یې امنیت دی کار کوي. "

عرفات غونډې هغه ځای دی چېرته چې د اسلام پیغمبر ۱۴ پیړۍ پخوا خپله وروستۍ لویه خطبه ویلې وه.

له افغانستانه سږکال ۳۰ زره کسان حج ته تللي دي چې په سلو کې ۴۵ يې ښځې دي.

ناصر احمد د مصر څخه او باقي مصطفی د البانیا څخه مکې ته په رسېدو سره وویل چې ډېر خوشحاله دي چې خدای تعالی د حج د ادا کولو توفیق ورکړی دی:

"ګڼ شمېر مسلمانان غواړي چې دلته راشي او زه دعا کوم چې خدای زموږ سره مرسته وکړي او هرڅه اسانه ترسره شي.

-زه له خدایه غواړم چې د مسلمانانو وضعیت د دنیا په هرځای کې چې وي ورغوي. لکه سوریه او برما. "

دغه راز د نړۍ یو میلیارد او ۸۰۰ میلیونه مسلمانان چې د نړۍ د وګړو په سلو کې ۲۴ جوړوي د لوی اختر لپاره تیاري نیولې ده.

XS
SM
MD
LG