د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۴۱

هوتک: د شپږیزې سیالیو کې ۳۰ بهرني روزونکي او لوبغاړي برخه اخلي


د افغانستان د کرکټ بورډ مسؤلین وايي چې د شپږیزې لیګ پنځم پړوا په را روانو ۲۰ اوریزو سیالیو کې به ۳۰ بهرني روزنکي او لوبغاړي ګډون وکړي.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل، د کرکټ په دې سیالیو کې چې د روان میلادي کال د سپټمبر په ۱۱ مه په کابل کې پیلېږي، د پاکستان، جنوبي افریقا، وېست انډیز، زیمبابوی او د بنګله دېش د کرکټ پېژندل شوي لوبغاړي په کې لوبېږي.

ښاغلی هوتک وايي چې اوس مهال د شپږیزې لیګ کرکټ سیالیو ته د چمتووالي په هدف په کابل، ننګرهار او خوست لوبغالو کې ۶ ګډون کوونکي لوبډلې تمرینات کوي .

په پام کې ده چې د شپږیزې لیګ دا سیالۍ د روان میلادي کال د سپټمبر تر ۲۲ مې دوام وکړي.

سپین غر زمریان، کابل بازان او مس عینک اتلان هغه لوبډلې دي چې په تېرو کلنو کې يې د دې سیالیو اتلولي ګټلې ده.

XS
SM
MD
LG