د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۵

کندهار ته راغلو ۱۵ طالب مشرانو کې ۲یې پر خپل پخواني او اوسني ژوند غږېدلي


د هغه ۱۵ طالب مشرانو څخه چې په دې وروستیو کې د کندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق په هڅو خپلې کورنۍ له پاکستان څخه کندهار ته انتقال کړي او عادي ژوند ته راګرځېدلي، دوه تنه‌يې دې ته حاضر شوي چې له ازادي راډیو سره د خپلو پخوانيو فعالیتونو او اوسني ژوند په اړه خبرې وکړي.

له دغو دوو پخوانیو طالب چارواکو څخه یو د طالبانو د اقتصادي چارو د کمېسیون پخوانی غړی ملا عبدالرؤف او یو بل پخوانی طالب مشر محمد الله خان دي.

د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د ملا عمر د کورنۍ د یو شمېر غړو په ګډون د وسله‎والو طالبانو ۱۵ مشران د خپلو کورنیو سره یوځای له پاکستانه کندهار ته راغلي.

د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق

د قوماندان په وینا د وسله‎والو طالبانو د لوړې او منځنۍ کچې په دغو مشرانو کې والیان د دفاع او بهرنیو چارو وزارت لوړپوړي چارواکي شامل دي.

قوماندان په دغو راغلو طالب مشرانو کې د ملا لطف‎الله اغا، معلم فدا، محمدالله خان ملا رؤف او ډاکتر خلیل نومونه یادوي.

له خورا ډېرو هڅو وروسته له دغو کسانو څخه د طالبانو د اقتصادي چارو د کمېسیون پخوانی غړی ملا عبدالرؤف او یو بل پخوانی طالب مشر محمدالله خان له ازادي راډیو سره خبرو ته حاضر شول.

ملا عبدالرؤف د تېرو ۱۵ کلونو راهیسې په پاکستان کې د وسله‎والو طالبانو د اقتصادي کمېسیون غړی و.

نوموړي درې میاشتې مخکې د خپلې کورنۍ سره یوځای د پاکستان څخه کندهار ته راغلي او دلته په یوه امن سیمه کې د خپلې کورنۍ سره ژوند کوي.

ملا عبدالرؤف د سې شنبې په ورځ د ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د سلطان محمد په نوم د جنرال عبدالرازق یوه ارتباطي کس ورته ډاډ ورکړی و چې په خوندي ډول به‌یې کندهار ته رسوي او څوک به ورسره کار نه‎لري.

ملا عبدالرؤف

نوموړي وویل:

"خپلې مجبورۍ هم راوستلو د قوماندان صاحب ښه چلند هم راوستلو ډېر ستړي شو، نور مو تر وس تېره شوه هلته «پاکستان» کې د خپل سر نه‌وو."

ملا عبدالرؤف وايي، په پاکستان کې له فشارونو سره مخ وو او په دې پوهېده چې په افغانستان کې روانه جګړه پردۍ ده.

د نوموړي په وینا د ده په څېر لسګونه نور طالب مشرانو هم دغه حقیقت درک کړی چې ځیني يې د ده په څېر عادي ژوند ته راګرځېدلي او دا بهیر روان دی.

ملا رؤف وايي، عادي ژوند ته تر ګرځېدو وروسته د خپلو پخوانیو ملګرو له‎خوا ګواښل کېږي.

محمدالله خان یو بل طالب چارواکی دی چې تر ملا رؤف وروسته له پاکستانه کندهار ته راغلی دی.

محمد‎الله هم ورته کیسه کوي او وايي چې د سلطان محمد په نوم د ژېړۍ، پنجوايي او میوند نظامي مسؤل چې د جنرال عبدالرازق ډېر باوري سړی دی دا ډاډ ورته ورکړی و چې په خوندي ډول به‌یې کندهار ته رسوي او څوک به ستونزې نه ورته جوړوي.

محمدالله خان یو بل طالب چارواکی دی

نوموړی د ځینو امنیتي دلایلو پر اساس خپله پخوانۍ دنده نه‌یادوي، خو دا کیسه کوي چې یو ځل په کندهار کې نیول شوی او شپږ کاله مخکې د سر پوزې د زندان تر ماتېدو وروسته بېرته پاکستان ته تللی.

دی وايي:

"پر دې وبېرېدم چې سبا به‌يې دورې راړولی یم او دلته دې هم خلک پېژني چې مخالف يې د دوی د وهم څخه ډېر خلک‌يې د کورنیو سره یوځای تر بارامچې راواړول په دې خاطر چې بې ابي رانه‎شي د قوماندان صاحب سره مې تماس ونیوه."

د کندهار امنیه قوماندان تېر کال د ډسمبر په میاشت کې پر طالبانو غږ وکړ چې سولې ته غاړه کېږدي او دی حاضر دی چې د جګړې څخه د راجلا شویو وسله‎والو امنیت وساتي.

وسله‎والو طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره کندهار ته د طالب مشرانو د سوله‎ییز راتګ دغه مسئله له حقیقت څخه لیرې بللې ده.

راپور: محمدصادق رښتینی

XS
SM
MD
LG