د امريکا په متحدو ايالتونو کې د راغلي توپان له کبله په تکزاس ايالت کې د يوه کس د مړه کېدو راپور ورکړل شوى دى.
دا په تېرو شپږپنځوسو کلونو کې تر ټولو شديد توپان ګڼل شوى، چې د دغه هېواد د خليج سواحل يې ځپلي دي.
په راتلونکو ورځو کې د نورو زورورو بارانونو او ويجاړوونکو توفانونو اټکل شوى دى.
ویل کېږي چې دشدید باران او باد له امله تخریب به جاري وي او د امریکا څلورم ستر ښار، هیوستن له زیات ګواښ سره مخامخ دی.
نثار احمد مومند په هيوستن ښار کې اوسېږي.
صالح محمد صالح د سکايپ له لارې د مرکې په پيل کې ورڅخه پوښتلي: په تکزاس ايالت کې د راغلي توفان له کبله دا مهال وضعيت څنګه دى؟