د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۷

د بلخ مدني فعالانو په کابل کې پر«امام زمان» جومات حمله وغندله


په بلخ کې د مدني ټولنې سلګونه غړو او د ولایتي شورا ځینو استازو په کډه سره په کابل کې د امام زمان پر جومات د جمعې ورځې انتحاري او وسله واله حمله په سختو الفاظو وغندله.

د بلخ مدني فعالان د یادې حملې په اړه د ولایتي شورا په مرکز کې د یوې احتجاجي غونډې په ترڅ کې څرګندونې وکړې، دوی وویل چې په مقدسه ځاینونو او پر عبادات خونو د دین او مذهب د دښمنانو حملې نشي کولی ترڅو د افغانانو ترمنځ یووالی له منځه یوسي او د مختلفو مذاهبو په منځ کې نفاق او تفرقه زیاته کړي.

بلخ مدني فعالان
بلخ مدني فعالان

د بلخ یو شمیر مدني فعالانو داسې وویل:

"نوم مې عایشه ده، دا ډول حملې په هېڅ کله د افغانانو ترمنځ د نفاق او جدايي سبب نشي، بلکې د تروریستانو په وړاندې د مبارزې په خاطر د ټولو افغانانو روحیه نوره هم پیاوړې کوي."

" زه رقیه یم، دوی غواړي چې په دا ډول حملو شیعه او سني سره بیل کړي خو دا کار په افغانستان کې نتیجه نه ورکوي، دا عراق نه دی دلته ټول سره وروڼه دي."

د بلخ ولایتي شورا غړي وايي چې ترهګرې ډلې په ځانګړي ډول داعشیان او طالبان هڅه کوي ترڅو د مختلفو قومونو ترمنځ بېلوالی رامنځه کړي او په همدې موخه د هغوی په مقدسه ځایونو تروریستي او انتحاري حملې ترسره کوي.

دوی وايي، دا حمله داعش ترسره کړې ده او تر دې وړاندې یې ورته حملې په عراق کې همه ترسره کولې ترڅو ترې سیاسي ګټې پورته کړي.

هاشم عظیمي
هاشم عظیمي

د ولایتي شورا یو غړی هاشم عظیمي یې په اړه وايي:

"داعشیانو دا حمله ترسره کړې ده، دوی په عراق کې هم دا ډول حملې ترسره کولې، اوس غواړي د افغانانو ترمنځ نفاق او تفرقه زیاته کړي."

په کابل کې د امام زمان پر جومات چې د اهل تشیع مقدس ځای و، د جمعې ورځې د انتحاري حملې په ترڅ کې د ۷ ښځو او یوه ماشوم په ګډون ۲۸ تنه وژل شوي او نږدې ۵۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د راپورنو پر اساس د یادې حملې پړه د اسلامي دولت یا داعش ډلې پر غاړه اخیستې ده.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG