د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۴

خوست کې د ۸ ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ د فوټبال سیالۍ روانې دي


په خوست کې د مدني بنسټونو، ګوندونو او شوراګانو د ګډ ائتلاف په کوربه توب د اتو ولایتونو د فوټبال د منتخبو لوبډلو تر منځ سیالۍ روانې دي.

یادې سیالۍ چې له لوی اختر مخکې پای ته رسېږي، د کابل، پنجشیر، کندز، غزني، پکتیا، میدان وردکو او ارزګان ولایتونو د فوټبال منتخبو ټیمونو په کې ګډون کړی دی.

د جمعې په ورځ د خوست د المپیک ادارې مشر عزیز ملنګ د ازادي راډیو مشال څانګې سره په خبرو کې د فوټبال د یاد ټورنمنټ هدفونه ځوانانو ته د نشه‎يي توکو د زیانونو په باب د پیغامونو لېږدول، د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو د ځوانانو تر منځ د اړیکو پیاوړتیا او د اوسني نظام نه د ملاتړ موخې یادې کړې.

عزیز ملنګ د سیالیو د څرنګوالي په باب وویل:

"د نشه‎يي توکو سره د مبارزې په خاطر، د سولې د غوښتنې په خاطر، د ځوانانو تر منځ د یووالي او نظام نه د ملاتړ په خاطر دا ټورنمنټ پیل شوی دی، پرون د خوست او ارزګان تر منځ لوبه وه، نن د خوست د دوو ټیمونو تر منځ مسابقه ده، له‎دې وروسته د پکتیا او میدان وردکو مسابقه شروع کېږي. "

د خوست د فوټبال په سیالیو کې د افغانستان له سویل څخه د یو لېرې پروت ولایت ارزګان شل تنه ورزشکاران هم برخه لري.

د ارزګان د ورزشکارانو لوبډلمشر وايي:

"نوم مې رحمت الله روشان دی، د ارزګان ولایت څخه د خپل ټیم سره راغلی یم، موږ ډېر خوشاله یو چې خوست ولایت ته راغلي یو، په‎دې ټورنمینټ کې مو برخه اخېستې ده، هلمند ولایت ته تللي یو، کندهار ولایت ته تللي یو او بولدک ولسوالۍ ته تللي یو، الته د مسابقو لپاره پرون مو د خوست د بي ټیم سره مسابقه وو، یو یو لوبه مساوي شوه. "

د میدان وردکو د فوټبال ټیم لوبډلمشر محمدنبي ستانکزی وايي، په‎دې سیالیو کې قوي لوبډلو برخه اخېستې ده او هر ټیم په دې هڅه کې دی چې د مسابقو اتلولي خپله کړي:

"محمدنبي ستانکزی یم، د میدان وردکو د ټیم کپټان یم، نو هر ټيم خپل کوښښ کوي هغه که د لوګر دی، که خوست یا پکتیا ټیمونه دي یا نور دي، ټول ښې وړتیاوې لري، ښه ټیمونه دي، ښه تکړه تکړه لوبغاړي په کې شته دي، موږ هم ښه لوبغاړي لرو داسې چې حتی په ملي لوبډله کې لوبیدلي دي، موږ هم د اتلولی لپاره کوښښ کوو. "

دا په داسې حال کې ده، چې د جمعې په ورځ په خوست کې د ووشو د رزمي ورزش د فدراسیون په چوکاټ کې هم د نږدې ټولو ولسوالیو د ورزشکارانو تر منځ مسابقې پیل شوي دي.

د یاد فدراسیون مشران د یادو سیالیو موخه په ملي او ولایتي کچه د ووشو سیالیو لپاره د خوست د غوره لوبغاړو ټاکل په ګوته کوي.

نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG