د خوست د المپیک مسؤلین وايي چې د یووالي جشن په نوم په دې ولایت کې د فوټبال سیالۍ پیلېږي.
د دغه ولایت د المپیک امر عزیز ملنګ رسنیو ته ویلي چې په دې سیالیو کې به د خوست د فوټبال لوبډلې تر څنګ د غزني، ارزګان، پکتیا، پنجشیر او کندز لوبډلې هم برخه ولري.
ښاغلی ملنګ وايي چې د دې سیالیو هدف د ولسونو او قومونو ترمنځ یووالي ته هڅونه ده.