د افغانستان د ازادو مبارزو اتل احمد ولي هوتک نن د تاجکستان په لور روان شو.
د المپیک کمېټې د معلوماتو له مخې ښاغلی هوتک به د شنبې په شپه په دوشنبې ښار کې له خپل روسي سیال کیناکوف سره لوبه وکړي.
که چېرې ښاغلي هوتک د دغې لوبې ګټونکی شي ممکن نوموړی د UFC یا د ازاد مبارزو د اتلولیو پایلوبې ته په امریکا کې لار پیدا کړي.
احمد ولي هوتک شااوخوا ۱۶ کاله کېږي چې رزمي لوبو یې ته مخه کړې او تر اوسه یې ۱۹ نړیوالې سیالۍ ګټلي دي.