د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۹

ځواک: لښکرګاه کې انتحاري حملې ۷ تنه وژلي او ۳۸ نور یې ټپيان کړي


د هلمند سیمه‌ییز چارواکي وايي چې په لښکرګاه ښار کې په نننۍ موټر بم انتحاري حمله کې ۷ تنه وژل شوي او ۳۸ نور ټپيان شوي دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ازادي راډيو ته وویل چې په وژل شویو کې ۴ تنه افغان سرتېري او ۳ تنه‌یې ملکي وګړي دي چې دوه ښځې او یوه ماشومه نجلۍ ده.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وایي، بریدکوونکي د ملي اردو له یوه موټر سره د چاودېدونکو موادو ډک موټر جنګولی دی چې ډېری ملکیانو ته هم په‌کې مرګ ژوبله واوښته.

پر ټلوېزیون خپاره شوي تصویرونه ښیي چې څو پوځي موټر ویجاړ شوي دي.

چارواکي وایي، په قربانیانو کې ښځې ماشومان او سرتېري شامل دي.

دا برید یوه ورځ وروسته له هغه شوی چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره ورځ د افغانستان لپاره د خپلې نوې ستراتېژۍ په اعلان سره ژمنه وکړه چې امریکایي ځواکونه به له افغان امنیتي ځواکونو سره په ګډه د وسله‌والو ډلو پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکوي.

طالبان په هلمند ولایت کې پیاوړی حضور لري.

  • پخواني معلومات

د هلمند په مرکز لښکرګاه کې موټر بم انتحاري حملې ۵ تنه وژلي او له ۳۰ زیات‌یې ټپیان کړي دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ازادي راډيو ته وویل چې دغه موټر بم انتحاري حمله نن چهارشنبه ۱۱ بجې د یاد ولایت د امنیه قوماندانۍ قرول ته نېږدې پر ملي اردو شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې په وژل شویو کې درې ښځې او ۲ پولیس دي او د ټپیانو زیاته برخه‌یې هم ملکي وګړي دي.

ښاغلی ځواک وایي ټپیان روغتونونه ته وړل شوي دي، خو په خبره یې ښایې د تلفاتو شمېر بدل شي.

پر همدې مهال په لښکرګاه کې د ایمرجنسي روغتون مسؤلین وايي چې دوی ته د پېښې له ځایه ۴۲ټپيان او ۵ مړي ور وړل شوي چې زیاته برخه یې ملکي وګړي دي.

د یادې حملې مسؤلیت وسله والو طالبانو په غاړه واخیست، قاري یوسف احمدي چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند معرفي کوي رسنیو ته په لېږل شوې اعلامیه کې ویلي چې په دغه حمله کې ګڼو افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د یادونې وړ ده چې څه باندې دوه میاشتې وړاندې په لښکرګاه ښار کې د نوي کابل بانک څانګې مخ ته انتحاري حمله کې د چارواکو د معلوماتو پر اساس څه باندې ۳۰ تنه وژل شوي وو.

XS
SM
MD
LG