د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۳

پاکستان کې د نړیوال کرکټ بندې دروازې د خلاصېدو په درشل کې


د پاکستان د کرکټ بورډ نوی مشر نجم سیټهي وايي، په روان کال کې به د سریلانکا، نړیوال ۱۱ او د وېسټ انډیز کرکټ ټیمونه د پاکستان له کرکټ ټیم سره د لوبو لپاره دغه هېواد ته سفر وکړي چې ورسره به په پاکستان کې د نړیوال کرکټ پر مخ بندې دروازې پرانیستل شي.

ښاغلي نجم وویل، د وېسټ انډیز د کرکټ بورډ له مشر ډیو کېمرون سره‌يې په دې لړ کې خبرې کړي چې په نتیجه کې یې دغه ټیم پاکستان ته په راتګ او د پاکستان له کرکټ ټیم سره د درې شل اوریزو لوبو په کولو رضا شوی دی.

نجیم سیټهي چې د دوشنبې په ورځ‌یې په لاهور ښار کې خبري غونډې ته وینا کوله، همدا شان وویل، د وېسټ انډیز او پاکستان د کرکټ ټیمونو تر منځ کېدونکې دغه درې شل اوریزې لوبې به په لاهور کې تر سره شي چې نېټې به‌یې وروسته اعلان شي.

پر پاکستان په ۲۰۰۹ میلادي کال کې تر هغې وروسته د نړیوال کرکټ دروازې بندې شوې چې وسله‌والو په لاهور کې د سریلانکا د کرکټ ټیم د لوبغاړو پر موټر برید وکړ چې د یاد ټیم ځیني لوبغاړي سرسري ټپیان شول او د پولیسو په ګډون په‌کې څو کسان ووژل شول.

د کرکټ بورډ مشر خبري غونډې ته د وینا پر مهال زیاته کړه چې پاکستان ته د وېسټ انډیز د کرکټ ټیم دوره د نړیوال ۱۱ لوبغاړو پر کامیابې دورې پورې مشروطه ده او په خبره‌یې، پر وېسټ انډیز سربېره به د سریلانکا کرکټ ټیم هم په اکټوبر میاشت کې د یوې شل اوریزې لوبې لپاره لاهور ته راشي.

د نجم سیټهي په خبره، د سریلانکا کرکټ ټیم‌یې په ډېره ستونزه دې ته چمتو کړ چې لاهور ته د لوبې لپاره ولاړ شي او زیاته‌یې کړه چې په روان کال کې به پاکستان ته نړیوال کرکټ بېرته راستون شي.

نوموړي زیاته کړه:

"تاسو به وګورئ چې په سپټمبر، اکټوبر او نومبر کې موږ د نړیوال ۱۱، سریلانکا او وېسټ انډیز کرکټ ټیمونو کوربه یو، دا یوه ستره اجنډا ده او موږ به په دې بریالي کېږو، دا زما د هغې ژمنې یوه لړۍ ده چې ما پاکستان ته د نړیوال کرکټ د بېرته راوړلو په لړ کې کړې وه."

د پاکستان د کرکت بورډ مشر همدا شان وویل، د افغانستان په ګډون د ۷ هېوادونو ۱۵ لوبغاړو د نړیوال ۱۱ کرکټ ټیم په لړ کې، پاکستان ته د راتلو هوکړه کړې او زیاتوي، موږ دغه ټیم ته د پوره امنیت ورکولو لپاره له پنجاب حکومت سره خبرې کړي او په خبره‌یې چې د روانې میاشتې په پای کې به یو امنیتي ټیم په همدې لړ کې پاکستان ته سفر وکړي.

په ۲۰۰۹ میلادي کال کې په پاکستان کې د سریلانکا پر کرکټ ټیم د وسله‌وال برید په نتیجه کې د کرکټ د نړیوالو لوبو تر بندېدو وروسته، په ۲۰۱۵ میلادي کال کې زمبابوې لومړنی ټیم و چې د پاکستان دوره‌یې وکړه او د دې هېواد له کرکټ ټیم سره‌یې ۳ یو ورځنۍ او ۲ شل اوریزو لوبې وکړې.

د یادونې وړ ده چې نجم سیټهي تېره اوونۍ د پاکستان د کرکټ ټیم د مشر په توګه تر ټاکل کېد وروسته، له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې په پاکستان کې د نړیوال کرکټ پر مخ د بندو دروازو بېرته پرانیستل‌یې لومړیتوب دی او په دې لړ کې به روانې هڅې لا ګړندۍ کړي.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG