د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۲

افغان حکومت: د عرب اماراتو مالي مرسته به د کور جوړونې په پروژو ولګېږي


افغان حکومت وايي، د متحده عربي اماراتو تازه مالي مرسته به تر ډېره د کور جوړونې په پروژو ولګېږي.

د اقتصاد وزارت ویاند سهراب بهمن د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د کور جوړونې ترڅنګ له دغو مرستې څخه د ټرانسپورټ، سړک جوړونې، کرنې او ټولنیزو خدمتونو په برخه کې هم استفاده کېږي.

دی وايي، افغان حکومت هڅه کوي د یادې مرستې په لګولو سره د افغانانو په ژوند کې مثبت بدلون راولي.

د اقتصاد وزارت ویاند سهراب بهمن
د اقتصاد وزارت ویاند سهراب بهمن

بهمن زیاتوي:

"افغان دولت به د خپلو پالیسیو او پروګرامونو له مخې له دغو پیسو څخه استفاده وکړي، بله خبره دا چې دلته لومړیتوبونه دي او دولت په داسې پروګرامونو کار کوي چې د خلکو ژوند ورسره بدل شي."

د متحده عربي اماراتو د خبري آژانس د راپور له مخې د ابوظبی د پراختیايي بنسټ د مرستې او پورونو رقم ۱،۲ میلیارده درهم د دې چې ۳۲۵ میلیونه امریکایي ډالر کېږي ورکوي.

د متحده عربي اماراتو مرسته شوې پیسې په افغانستان کې په ۱۸ پروژو کې مصرفېږي خو ډېره برخه یې کور جوړونې، کرنې، ټرانسپورټ، عامه روغتیا او ټولنیزو خدمتونو ته ځانګړي کېږي.

د افغانستان د خپلواکۍ بېرته اخېستنې د لمانځنې په مناسبت د ابوظبی د پراختیايي بنسټ څخه په یو خپور شوي راپور کې راغلي چې د دې پیسو په بدل کې به د افغانستان په اقتصادي پراختیا او د خلکو د ژوند د کچې پر لوړولو تر ډېره کار وشي.

په راپور کې راغلي چې دا بنسټ او افغان حکومت د ۱۹۷۷ میلادي کال راهیسې ښې اړیکې لري او د دواړو لوریو ترمنځ نېږدې اړیکې د افغانانو په ټولنیزې او اقتصادي ودې کې مرسته کړي ده.

د اقتصاد وزارت د مسؤلانو په وینا متحده عربي اماراتو له دې وړاندې هم له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مرسته کړي چې د خلکو په ژوند یې نیغ په نیغه اغېز کړی دی.

متحده عربي اماراتو له دې وړاندې د کابل د قصبې په سیمه کې د کور جوړولو، په بغلان کې د قندو د فابریکې په مزار شریف کې د هوايي ډګر او سړکونو جوړولو په برخه کې مرسته کړي ده.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالشکور هډه‎وال وايي چې که د اماراتو دا مرسته په شفافه ډول داسې چې ګټه یې تر خلکو ورسېږي ولګېږي نور هېوادونه به هم یو ځل بیا له افغانستان سره مرستو ته زړه ښه کړي.

ده ازادي راډيو ته وویل:

"اشرف غني نه غواړي چې هر چاته پیسې ورکړي او په هر نوم پروژو ته پیسې ووځي، نو څرنګه چې ولسمشر دا کارونه درولي دي ښايي یو دلیل دا وي چې متحده عربي امارات بیا مالي مرستو ته زړه ښه کړي خدای د وکړي چې دا یو نیک پیل وي او نور هېوادونه هم له افغانستان سره مرستې وکړي."

د ښاغلي هډه‎وال په وینا اړتیا د دې ده چې افغان حکومت د بهرنیو مرستو د جلبولو په خاطر مرستې په شفافه ډول مصرف کړي.

دی وايي، د افغان حکومت باید هڅه وکړي چې دا پیسې ورکې نه‎شي، بلکې په ښه طریقه تر څار لاندې داسې ولګېږي چې اغېز یې معلوم وي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG