د خوست ولایت چارواکي وايي چې یو شمېر داخلي او بهرنۍ کړۍ د افغانانو د فکري استثمار په هڅه کې دي.
د شنبې په ورځ خوست والي حکم خان حبیبي په یاد ولایت کې د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۸ یمې کالیزې په جشن کې وویل، یو شمېر پرديپاله اشخاص او بهرنۍ کړۍ د افغانانو د کلتور د ځپلو لپاره جدي برنامې ترلاس لاندې نیولي دي.
په خوست کې د خپلواکۍ جشن چې د زرګونو کسانو په ګډون جوړ شوی وو، په پیل کې د بېلابېلو امنیتي ځواکونو لهخوا پلي او د ګاډو په واسطه د پوځي رسم ګذشت مراسم ترسره شول.
همدارنګه د یو شمېر بنسټونو او ښوونځیو زده کوونکي هم جوپې، جوپې د لوژ تر مخ تېر شول او د ګډونوالو پر وړاندې يې د خپلواکۍ د جشن په ویاړ د احترام مراتب ترسره کړل.
د مراسمو دوېیمه برخه ویناوو ته ځانګړې شوې وه.
خوست والي په خپلو پیلیزو خبرو کې د پردیو لهخوا د کلتوري یرغلونو په ډېریدو انديښنه څرګنده کړه او ويې ویل، ملتونو ته تل د سیاسي ازادۍ تر څنګ د خپل کلتور او اصلیت ساتنه ارزښت لري.
حکم خان حبیبي زیاته کړه:
"هر هغه ټولنه چې په فکري لحاظ مستعمره شي، د هغې خلاصول امکان نهلري، زه پر ټول ولس غږ کوم چې خپل پاک او اصیل فرهنګ ته ژمن واوسئ، مه پریږدئ چې دا غیور ملت مو فکري استعمار شي، د فکري استعمار لپاره د ځنو حلقو لخوا ډېرې جدي برنامې روانې دي، په داخل او بهر کې یو تعداد کړۍ کار کوي، چې دا پاک افغاني کلتور او فرهنګ تر یرغل لاندې راولي. "
خوست والي په هغو ټولو شبکو چې د ده پر وینا د پردیو د کلتور لپاره کار کوي غږ وکړ چې نشي کولای د دې ويښ قوم لرغونی کلتور تر خپل تاثیر لاندې راولي.
قومي مشر مستامیر خان ګربز وویل، د لويې پکتیا ولسونه د هغو خلکو په مقابل کې په کلکه ولاړ دي، چې نفاق ته لمن وهي او د افغانانو په منځ کې ستونزې جوړوي.
خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت وویل، باتوري او د وطن د ازادۍ لپاره مبارزه دا د افغانانو فطري خصوصیت دی او د ازادۍ او خپلواکۍ څخه به د تل لپاره ننګه او ساتنه وکړي.
خوست امنیه قوماندان وايي:
"هغه کسانو چې په ډېرې سپین سترګۍ زموږ هېواد سره يې د دښمنۍ نیت کړی دی، دوی دې دا ومني چې په موږ کې هم د هغو غازیاتو، د احمدشاه بابا، غازي امان الله خان او زموږ د ویاړلي غازي ببرک خان ځدراڼ وینه زموږ په وجودونو کې چلیږي، هېڅ وخت افغان بهرني ته د تسلیمۍ سر نه ټيټوي. "
په خوست کې د افغانستان د خپلواکۍ د جشن په ویاړ د ملي امنیتي ځواکونو یو شمېر منسوبینو ته تقدیرنامې ورکړل شوې او په پای کې هنرمندانو ملي او حماسي ترانې زمزمه کړې او د جشن ګډونوالو اتڼونه وکړل.
نجیب الله الوخېل