د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۳

د افغانستان د اوزلوبې لوبډله د سیالیو لپاره قزاقستان ته تللې


د افغانستان د بزکشۍ یا اوزلوبې لوبډله د کوکپار د اتلولۍ په سیالیو کې د ګډون لپاره پرون قزاقستان ته ولاړه.

د بدنې روزنې او ورزش ریاست د معلوماتو له مخې د افغانستان د اوزلوبې د لوبډلې په ترکیب کې ۱۸ لوبغاړي او د اوزلوبې فدراسیون مشر شامل دي.

د کوکپار سیالۍ د قراقستان په کوربه توب په استانې ښار کې سبا پیل او اته ورځې به دوام کوي.

د بدنې روزنې او ورزش ریاست د معلوماتو له مخې د افغانستان د اوزلوبې لوبدله به په دې لوبو کې د قزاقستان له اسونو نه ګټه واخلي.

XS
SM
MD
LG