د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۲۸

د غازي امان الله خان په نوم کرکټ سیالیو اتلولي سپین غر ټیم وګټله


د غازي امان الله خان د کرکټ د یو ورځنیو سیالیو اتلولي د سپین غر لوبډلې وګټله.

دغه پای لوبه چې د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو ۹۸ورځې په ویاړ د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې تر سره شوه د سپن غر او بست لوبډلې پکې پای لوبې ته ځانونه رسولي و.

لوبه لومړی بست لوبډلې وکړه او سپین غر ته یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو د ۱۴۸ منډو هدف وټاکه چې د سپین غر لوبډلې په ډېرې اسانۍ د پنځو لوبغاړو له سوځېدو سره په څلورویشتم اور کې دا هدف پوره او د اتلوالۍ جام یې پورته کړ.

د دې سیالۍ دا لړۍ د اګست د میاشتې په لسمه نېټه په خوست کې پیل شوې وې چې وروستۍ پایلوبه یې په ننګرهار کې تر سره شوه.

XS
SM
MD
LG