په هلمند کې د سولې په نوم پیل شوې د فوټبال سیالۍ د یاران لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د هلمند ولایت د ورزش امر زلمی هڅاند وايي چې دا سیالۍ نېږدې یوه میاشت د ګرشک په ولسوالۍ کې پیل شوې وې.
هغه وايي چې د یادو سیالیو پای لوبې ته ته د اشنا او ياران لوبډلو لار پيدا کړې وه چې اتلولي يې د ياران لوبډلې په بریا پای ته ورسېده.
د ښاغلي هڅاند په خبره که څه هم جنګ جګړو د هلمند وضعيت خراب کړی خو لوبغاړو خپله حوصله له لاسه نه ده ورکړې او که د فوټبال مرکزي فدراسیون ورسره مرسته وکړي نو ملي لوبډلې ته به ښه استعدادونه ورکړي.