د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۵

هرات کې د خبریالو شهیدانو په نوم د والبیال ټورنمنټ وروستي مراسم دي


ټاکل شوې ده، نن پنجشنبه په هرات کې "د خبریالو شهیدانو" په نوم د والبیال د جوړ شوي ټورنمنټ وروستي مراسم ترسره شي.

د والیبال د دې ټورنمنټ جوړونکي وايي، د هرات ښار په لوی جمنازیوم کې به په دې مراسمو کې سیمه ییز چارواکي او د ورزشي او مدني بنسټونو استازي ګډون وکړي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"په وروستۍ مسابقه کې له دې سره په یو وخت چې د دې لوبو اتل ټیم مشخصېږي، موږ به د والبیال د دې ټورنمنټ پر ګټونکو جایزې هم وویشو. "

"د خبریالو شهیدانو" په نوم د والیبال دا سیالۍ یوه میاشت مخکې په هرات کې د ۱۲ ټیمونو په ګډون پیل شوې وې.

XS
SM
MD
LG