د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۶

په لغمان کې د "خپلواکۍ اتل وپيژنئ" تر نامه لاندې کمپاین روان دی


د لغمان ولایتي ادارې د خپلواکۍ ورځې یوه اوونۍ وړاندې د دې ولایت په ټولو ولسوالیو کې د اتل وپيژنئ تر نامه لاندې د عامه پوهاوي کمپاین پيل کړی.

د دې کمپاین په جریان کې د لغمان والي عبدالجبار نعيمي د چهار شنبې په ورځ برخه اخېستې وه او چاپ شوې بروشرې یې پر ښاریانو ویشلې.

ښاغلی نعيمي وايي، له دې کمپاین څخه يې موخه پر خلکو د خپلواکۍ اتل پېژندل او د دې خپلواکۍ د ساتلو لپاره هېوادوالو ته د سولې پيغام رسول دي.

د لغمان والي عبدالجبار نعيمي
د لغمان والي عبدالجبار نعيمي

دی وايي:

"موږ غواړو له دې کمپاین له لارې کلیو او ټولو ولسونو ته دا پيغام ورسوو چې خپل ملي اتل وپيژني او د سولې، یووالی او امنیت پيغام ټول ولس ته ورسېږي. "

د لغمان ښار یو تن اوسېدونکي رسنیو ته وويل چې پخوا به يې د خپلواکۍ جشن لمانځه خو په دې نه پوهېده چې دا خپلواکي هېواد ته چا راوړې ده.

دی وايي، د همدې کمپاین برکت دی چې د خپلواکۍ اتل غازي امان الله خان يې وپېژانده:

"زما نوم فدامحمد سهار د لغمان اوسیدونکی مخکې موږ یوازې جشن پيژانده خو اوس په دې پوه شو چې دا خپلواکي موږ ته غازي امان الله خان راوړې ده او ټولو هېوادوالو ته يې مبارکي وایم. "

د لغمان ولایتي ادارې د معلوماتو له مخې دا کمپاین به د دې ولایت په ټولو ولسوالیو کې د رضاکاره ځوانانو له‎خوا تر اته ویشتم د اسد پورې روان وي تر څو د خپل اتل د پيژندنې تر څنګ خلکو د سولې پيغام هم ورسوي.

لغمان ـ شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG