د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۸

د افغانستان په اړه نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه


واشنګټن ایکزاماینر خپرونې د افغانستان په اړه د امریکا د نوې ستراتیژۍ په اړه د امریکا د دفاع وزیر وروستیو څرګندونو ته پام اړولی دی.

د خپرونې په لیکنه د دفاع وزیر جېمز متېس د دوشنبې په ورځ وویل چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان په اړه په نوې ستراتیژۍ کې له خصوصي امنیتي قراردادیانو د کار اخېستو په ګډون پر ټولو انتخابونو غور کوي.

متېس ویلي چې د ده په باور په دې اړه پریکړه ډېره زیاته نېژدې ده.

د خپرونې په وینا دا په داسې حال کې ده له څو میاشتو راهیسې په دې اړه سلا او مشورې شوې او مختلف وړاندیزونه ولسمشر ته وړاندې شوې دي.

یو له وړاندیزونو افغانستان ته له درې زره نه تر څلور زره پورې د نورو امریکایي سرتېرو استول دي چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن وړاندې کړی، خو د راپورونو له مخې ولسمشر ټرمپ چې دغې شپاړس کلنې جګړې ډېر ناهیلی کړی، په دې غور کړی و چې هغه له دندې لېرې کړي.

واشنګټن ایکزاماینر د متېس د څرګندونو په حواله وړاندې لیکي چې ویلي یې دي موږ هر یو انتخاب دقیق څیړو، هر یو یې مثبت او منفي اړخ لري، نور وړاندیزونه نشته چې وړاندې شي او اوس باید پریکړه وشي، ټول انتخابونه د میز پر سر دي.

د افغانستان په اړه د امریکا له نوې ستراتیژۍ سره په دې وروستیو کې په واشنګټن کې دا مسئله هم ډېره توده شوې چې که د افغانستان د جګړې چارې خصوصي امنیتي قراردادیانوته وسپارل شي.

خپرونې په دې اړه د جېمز متېس څرګندونې هم را اخیستي چې د دې مسئلې په تائید یې ویلي چې ولسمشر په دې هم غور کوي چې که د دغې جګړې یوه برخه خصوصي کړي.

د امریکایي بلک واټر امنیتي خصوصي کمپنۍ موسس ویلي چې که د دغې جګړې چارې ور وسپارل شي افغانستان ته به پنځه نیم زره خصوصي امنیتي قراردادیان او د خصوصي هوایي ځواک نوي الوتکې واستوي.

د دفاع وزیر ویلي، دا یو انتخاب دی چې غور پرې کېږي او ولسمشر په دې اړه غواړي چې د بهرنیو چارو د وزیر، زما او د سي آی اې د مشر سلا مشورې واوري.

طالبانو چې د افغانستان په روانه جګړه کې د امریکا یو مهم مخالف لوری دی، د ولسمشر ټرمپ د نوې ستراتیژۍ د اعلان په درشل کې هغه ته په استولي یوه سرخلاصي لیک کې غوښتنه کړې چې خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي.

په هغه خبرپاڼه کې چې رسنیو ته استول شوې طالبانو ویلي چې ډونالډ ټرمپ په خپله دا منلې چې مخکینیو ولسمشرانو تېروتنې کړي او هغه ته پکار ده چې پوځیانو ته د جګړې د چارې د سپارلو او دې هېواد ته د نورو سرتېرو د استولو پرځای، له افغانستانه د خپلو ټولو سرتېرو وتل اعلان کړي.

له جاپانه خپریدونکې ډیپلومات خپرونې هم د افغانستان پر امنیتي وضعیت په یوه مطلب کې لیکلي چې د وسله والو یاغیانو د حملو د مخنیوي لپاره د افغان امنیتي ځواکونو د هڅو سره سره افغانستان روان کال د نا امنیو د زیاتوالي شاهد دی.

د خپرونې په وینا د افغانستان ټول ۳۴ ولایتونه له ناامنیو سره مخامخ دي.

خپرونه وړاندې په افغانستان کې د نا امنیود څو مهمو پېښو یادونه کوي او په پای کې لیکي چې دغه وضعیت حکومت چې د یوه اغیزمن حکومت په توګه د خپلې بقا هڅه کوي، له سخت حالت سره مخامخ کړی دی.

XS
SM
MD
LG