د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۲

خوست کې ۱۶مدني بنسټونو، جهادي ګوندونو او شوراګانو ائتلاف جوړ کړ


د دوشنبې په ورځ په خوست کې ۱۶ مدني بنسټونو، پخوانیو جهادي ګوندونو او شوراګانو د رسنیو پر وړاندې د یو نوي ائتلاف د جوړېدو اعلان وکړ.

هغوی چې په یوه خبري ناسته کې راټول شوي وو، د یاد ائتلاف د موخو په تړاو وویل، ځینې ډلې او افراد په خوست کې د خپلو شخصي ګټو په خاطر د یو شمېر ټولګټو پروژو او مهمو برنامو په مخکې ستونزې جوړوي، نو دوی دا ائتلاف د ولس د ګټو څخه د دفاع په خاطر جوړ کړ.

د کنفرانس ګډونوالو زیاتوله، دوی به د هغو خلکو پر وړاندې غږ اوچتوي چې په یو او بل نوم د حکومت، ځايي ادارې او ځنو شرکتونو څخه باجګیری کوي او د خوست نسبي امنیتي حالت خراب معرفي کوي.

په خوست کې د مجاهدینو د شورا مشر قاري عبدالولي عادل د ائتلاف د موخو په تړاو وویل:

"دا ائتلاف به د دولت څخه په کلکه ملاتړ کوي او هغه څوک چې د نظام او ځايي ادارې د مثبتو فعالیتونو په مقابل کې ستونزې ایجادوي، یا په یو او بل نوم په خوست کې د پرمختیايي پروژو د پلي کېدو مخه نیسي، د هغې پر وړاندې به دریږي او چا ته به اجازه نه ورکوي، چې د خوست اوسنۍ نسبي امن خراب معرفي کړي. "

یو تن پخواني جهادي قوماندان حمیدالله جان وویل، اوس‎مهال یو شمېر کسان د روسانو پر وړاندې د افغانانو د جهاد په نوم ګټې کوي، خو اصلي مجاهدین نه یوازې امتیاز طلبۍ نه کوي، بلکې د نظام په ټينګښت کې کومک کوي.

ده د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل:

"موږ له‎دې کبله نوی ائتلاف ته راغلو، چې دلته جعلي مجاهدین وجود لري چې د جهاد له سلسلې يې تجارت جوړ کړی هر چېرې چې يې څادر وغوړاوه څو روپۍ پرې راټولوي، اخري دې وضعې دې ځای ته راورسولو، چې ودریږو، مخامخ خپل غږ اوچت کړو چې اصلي مجاهدین داسې خلک ندي لکه تاسو يې چې وینئ. "

د ورزشکارانو په استازیتوب عارف وویل، په خوست کې کې باج ګیریو د یو شمېر مهمو پروژو د پلي کېدو پر وړاندې ستونزې جوړې کړي دي، ده په ځانګړي ډول د خوست د اوسنۍ هوايي ډګر نوم واخېست.

عارف زیاته کړه:

"د هوايي میدان پروژه چې چا نیولې ده، زموږ وکیلان اوس هم ورسره په جنجال کې دي، هغوی نه غواړي هر څو چې قراردادي شرکت پیسې ورنکړي او هوايي ډګر جوړ شي."

په پای کې د جمعیت اسلامي د سیمه ییز دفتر مشر تواب جان غفوري د خبري ناستې څلور ماده ییز پرېکړه لیک ولوست چې په هغه کې د نورو مسئلو تر څنګ د ملي یووالي حکومت څخه غوښتنه شوې وه چې د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال دخوست له خلکو سره کړې ژمنې عملي کړي.

په پرېکړه لیک کې راغلي:

"هغه اشخاص چې د خوست د ګټو پر سر معاملې کوي، موږ به ورته هېڅکله اجازه ورنکړو، هغه ډلې ټپلې چې د خپلو شخصي ګټو او موخو په خاطر د محلي ادارې او د کارونو خنډ جوړیږي، موږ يې په کلکه مخالفت کوو، موږ د مرکزي حکومت څخه په کلکه غوښتنه کوو چې خوست خلکو سره په هغو ژمنو وفا وکړي، چې په تېرو کې يې د خوستیو ولسونو سره کړې وې. "

د یادونې وړ ده، په خوست کې خواوشا اتیا مدني بنسټونه، ټولنیز سازمانونه او تر څنګ يې ځنې سیاسي ګوندونه ولایتي دفترونه فعالیت لري.

کتونکي وايي، یو شمېر بنسټونه د دې پر ځای چې د خپلو کړندونو سره سم خلکو ته خدمت وکړي، ځايي چارواکو سره اړیکې نږدې کوي او لدې لارې شخصي ګټې او امتیازونه لاسته راوړي.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG