د وینزویلا سیاسي او پوځي مشرانو د امریکا متحده ایالتونو د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د تازه خبرو په غبرګون تُندې خبرې کړي دي.
ولسمشر ټرمپ د جمعې په ورځ په نیوجرسي کې خبریالانو ته په وینا کې د وینزویلا د سیاسي کړکېچ د هواري په هدف د پوځي اقدام د احتمال مسئله یاده کړې وه.
ښاغلي ټرمپ زیاته کړه:
"په وینزویلا کې وضعیت ښه نهدی. دا ګډوډي ډېره خطرناکه ده او وضعیت ډېر غمجن دی. موږ د وینزویلا په اړه ډېر څه کولای شو. په حقیقت کې پوځي انتخاب هم نه ردوم."
تردې خبرو وروسته د وینزویلا د اطلاعاتو وزیر ارنیسټو ولیګاس "Ernesto Villegas" له دولتي ټلویزیون سره مرکه وکړه او تُندې خبرې یې وکړې.
دی وايي:
"ټینګار کوم چې دا د وینزویلا د واکمني او خپلواکي په وړاندې یو ډېر جدي ګواښ دی. د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت له لوري په دې اړه بیړنی ځواب، د خبرو تصحیح او غبرګون چې تراوسه په دې اړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لهخوا د وضعیت په اړه کوم امر نهدی ترلاسه کړی په خپله په «امریکا» حکومت کې دننه څو ډلې توب ښکاره کوي."
اخوا د وینزویلا د بهرنیو چارو وزارت تور پورې کړی چې د ډونالډ ټرمپ دا خبرې د ملګرو ملتونو پرېکړه لیک او نړیوال قوانین تر پښو لاندې کوي.
امریکا او وینزویلا له ۲۰۱۰ کال راهیسې یو بل ته سفیران نهدي استولي.
په وینزویلا کې د جولای میاشتې تر لانجمنو انتخاباتو وروسته چې د ولسمشر نیکلاس مادورو د واک د زیاتېدو لامل شول ناکرارۍ اوج ته رسیدلي دي.
په دې ناکراریو کې څه باندې ۱۲۰ کسان وژل شوي او زرګونه قهرجن مظاهره چیان هم نیول شوي دي.
ټرمپ په ځواب کې بیا ویلي چې امریکا متحده ایالتونه په ټوله نړۍ کې پوځ لري، ان په هغو ځایونو کې چې ډېر لرې هم دي او وینزویلا خو ډېره لرې هم نهده. خلک یې رنځ وړي او مري.
د امریکا متحده ایالتونو ادارې نیکولاس مادورو یو ډیکټاټور بللی او په هغه او ملګرو یې بندیزونه لګولي دي خو مخکې یې کله هم د وینزویلا په اړه د پوځي ګام د پورته کولو خبره نه وه کړې.
سپینې ماڼۍ د جمعې په ورځ ناوخته ویلي چې د مادورو د رژیم لهخوا د خلکو د دوامداره ځپلو په وړاندې د وینزویلا له خلکو سره ودرېږي.
خو د وینزویلا په اړه د ټرمپ له ګواښونو سره سره د امریکا متحده ایالتونو دفاع وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د وینزویلا د سیاسي مشرانو تورونه چې ګواکې امریکا پر وینزویلا حمله کوي بې اساسه دي.
صفي الله ستانکزی