نن شنبه د نړۍ په ګوټ- ګوټ کې د ځوانانو نړيواله ورځ لمانځل کېږي.
ملګري ملتونه سږ کال د ځوانانو نړيواله ورځ د «ځوانان سوله کوي» په نوم لمانځي.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په دې مناسبت په ارګ کې په خپله وينا کې د افغانستان په دفاعي او امنيتي ځواکونو کې د ځوانانو زړورتيا او قربانۍ وستايلې.
د ازادي راډیو خبریال صالح محمد صالح په کابل کې د ځوانانو د مدني بهير له مشر غورځنګ سيال څخه پوښتنه وکړه چې د يوه ځوان په حيث دا مهال په افغانستان کې له کومو جدي مسايلو سره مخامخ دى؟