د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۲ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۳:۳۱

د ایران د فوټبال د ملي لوبډلې پر دوو لوبغاړو بندیز ولګول شو


د ایران د فوټبال د ملي لوبډلې پر دوو فوټبالرانو بندیز ولګول شو.

پر مسعود شجاعي او احسان حاج صفي د اروپا د فوټبال په لیګ کې د اسرائیل د فوټبال له لوبډلې سره په سیالۍ کې د ګډون له امله بندیز لګول شوی دی.

دواړو فوټبالرانو د یونان د فوټبال په یوه لوبډله کې لوبه کوله او د اګست په څلورمه یې د اسرائيل د فوټبال له یوه کلب سره په سیالۍ کې ګډون وکړ.

د ایران د سپورت وزارت مرستیال، رضا داورزني پرون پنجشنبه وویل چې دواړه فوټبالران تردې وروسته اجازه نه لري چې د ایران د ملي ټیم یونیفورم واغوندي او د ایران په ملي ټیم کې ځای نه لري.

داورزني د ایران له دولتي ټلوېزیونه په وینا کې وویل چې شجاعي او حاج صفي پر هغه سره کرښه اوښتي چې د ایران په ملي ټیم کې د غړیتوب لپاره ورته ایستل شوې وه.

ایران د اسرائیل دولت په رسمیت نه پېژني او ایراني وزرشکاران له اسرائیلي لوبډلو سره په سیالیو کې له ګډونه منع دي.

XS
SM
MD
LG